د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې بریدونو ووه کسان وژلي


اسدالله لودین:مشال راډیو
کابل - نن سهار د کابل ښار د نهمې حوزې د قابل بای په سیمه کې وسله والو طالبانو د بهرنیو ځواکونو په یوه پوځي مرکز حمله وکړه، چې په نتیجه کې ۷ کسه ووژل شول او ۱۷ نور ټپيان شول.
دغه پرله پسې ځان وژونکې حملې په داسې حال کې پیل شوي، چې د قابل بای ښونځي زده کوونکي ډله ډله د ښونځي په لور روان وو.

عیني شاهدانو په سیمه کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې حملو کې تر ډیره ملکي کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي:"د شپې دلته د ګمرک څنګ کې نوکري وم، سهار شپږ او پنځلس دقیقې وې چې یوه لویه چاودنه وشوه، دغه چاودنه د کورلا موټر په وسیله د کمپ مخې ته شوې وه، ما ولیدل چې څلور ماشومان چې ښونځي ته روان وو، سخت ټپيان شوي وو.
لومړی یوه چاودنه وشوه بیا دوه نورې چاودنې د کمپ دننه وشوې، دغلته په موټرو او خلکو هوايي ډزې هم وشوې."


د کابل امنیتي چارواکي هم تاییدوي، چې په دې حمله کې زیاته مرګ ژوبله ملکي کسانو ته اوښتې.
د کابل د امنیي قومندانۍ مرستیال جنرال داود امین په سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې په دې پرله پسې ځان وژونکو حملو کې د ګرینویچ په نامه د بریتانوي ځواکونو د پوځي مرکز یو افغان ساتونکی وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي.

ښاغلي امین زیاته کړه، چې په دې حملو کې پنځه کسه ملکیان هم وژل شوي دي:
"تاسې له نږدې ولیدل چې دغه کمپ دی، لومړې د دغه کمپ مخې ته د موټر بم چاودنه کیږي، بیا دوه درې نور کسان دې کمپ ته ننوځي چې د دروازې په خوله کې ځانونه الوزوي او له منځه ځي.
په دې پیښه کې د کمپ یو ساتونکی وژل شوی، شپږ ټپيان او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي."


که څه هم ښاغلی امین وايي، چې حمله کوونکي په یوه وخت له منځه تللي، خو تر شااوخوا دریو ساعتونو پورې د کمپ دننه د چاودنو وقفه یې غږونه اوریدل کیدل.
د سهار نهه بجې او شل دقیقې وې، چې په دې کمپ کې د وروستې درنې چاودنې غږ واوریدل شو او ورسره یوځای تور لوخړي او دودونه هم پورته شول، خو له دې سره سم اطفایي سیمې ته راغلې او دغه بل شوی اور یې له منځه یووړ.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې حملو مسولیت په غاړه اخیستې او ادعا یې کړې چې دغه حملې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د راتلو په غبرګون کې شوي.
دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا درې انۍ وړاندې د وري میاشتې په ۲۷ نیټه وسله والو طالبانو په یوه وخت د کابل، جلال اباد، پل علم او ګردیز ښارونو کې ډله ییزې حملې وکړې چې په کې د وسله والو طالبانو په ګډون شپږ دیرش کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG