د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزاله جاويد خاوروته وسپارل شوه


په سوات کې د غزاله جاوید د جنازې مراسم
په سوات کې د غزاله جاوید د جنازې مراسم


نيازاحمدخان - سوات

دسوات ۲۲د کلنې خوږغږې ښایسته سندرغاړې غزاله جاوید او د هغې د پلار جاوید مړي په مينګوره کې خاورو ته وسپارل شو. هغوی دواړه پرون د جون پر اتلسمه نېټه د غزاله جاوید د پخواني خاوند جهانګیر لخوا د پېښور په ډبګرۍ کې ووژل شول.


د غزاله جاوید په جنازه کې د سوات په سلګونه خلکو او د هغې مینوالو ګډون وکړ. دغزاله جاويد کور چې د مينګورې په بڼ طاهرآباد کې دی ګڼ شمېر خلک یې فاتحه ته ورغلي دي.


د سوات په طاهر آباد بڼ کې خلک د غزاله جاوید کور ته د فاتحه لپاره راټول شوي دي
د سوات په طاهر آباد بڼ کې خلک د غزاله جاوید کور ته د فاتحه لپاره راټول شوي دي
د سیمې یو ځايي مشر عبدالرحيم سالار وايي، دا مو شریک غم دی او موږ په دې وژنه ډيرخفه يو. يوبل تن احسان الله ثانووايي چې غزاله جاويد د سوات ګل وو چې ظاليمانو مړاوې کړو. هغوی له حکومته وکړه چې دهغې قاتلان دې ګرفتارکړي.

دپښتو سندرغاړې مسرت مومند وايي، چې دغزاله جاويد په وژنه ټول پښتانه غمجن دي او که چرې داسي سندرغاړې وژل کيږي نو په دې سره به د پښتوموسيقي ته د ښځو سنروغاړو د ورتګ مخه ونول شي.

دغزاله جاويد په وژنه سندرغاړو او کلتوري تنظيمونوهم سخت خفګان وښود. دسواستوآرټ اينډ کلچرايسوسيشن مشرعثمان ولسيار دغه عمل په سختوټکو وغانده او غوښتنه یې وکړه چې د هغې قاتلان دې ګرفتارکړل شي او هنرمندانو ته دې تحفظ يقيني کړل شي.


سندرغاړې سرداريوسفزي هم په دغه عمل سخت خواشیني وښوده.

غزاله جاويد سره د خپل پلار جاويد مينګوره کې خاوروته اوسپارلې شوه.
XS
SM
MD
LG