ریاض موساخېل
اسلام اباد - د پاکستان و افغانستان له پاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګراسمین په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو له وزیرې سره لیدلي دي.
تر دې مخکې په اسلام اباد کې د امریکايي سفارت یوه ویاند مېټ بولینډ ویلي ول، ګراسمین به د پاکستان له سیاسي او پوځي مشرتابه سره ګوري او ورسره به پر دوه اړخیزه اړیکو، سیمه ییز صورتحال او د ترهګرۍ ضد جګړې پر لارو چارو خبرې وکړي.
ویاند دا خبره نه ده کړې چې ګراسمین به تر څومره مودې په پاکستان کې وي.
د جمعې پر ورځ په پاکستان کې داسې خبرې وې چې مارک ګراسمین اسلام اباد ته ځکه ورځي چې د دې هیواد پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات کول غواړي او په همدې اړه ورسره خبرې کوي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبرې ردې کړې وې او د ګراسمین سفر یې عادي هغه بللی وو.