له پاکستانه خپرېدونکې د ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي، پاکستاني ميډيا د دې هېواد وګړو ته دا باور ورکول غواړي چې ګنې دوی ډېر باغيرته خلک دي.
بيا چې کله هم د پاکستان پر خپلواکۍ تېری وشي او يا هم کوم بهرنی هېواد ورته له يو لړ شرطونو سره د مالي مرستو ورکولو ژمنه وکړي، پاکستانيو وګړو ته خپل غيرت ور په ياد او غصه شي.
دمقاله لیکونکي په نظر ، که دغه مرستې چيرې د سعودي عرب لخوا وي، نو بيا څه خبره نه ده. دغه راز زياتوي چې د پاکستان د ماليې وزير هڅه وکړه چې د ياد عربي هېواد لخوا له پاکستان سره د يو اعشاريه پينځه بيليونه ډالره په اندازه شوې مرسته او ورسره تړلې خبرې پټې وساتي.
ليکنه کاږي، څه موده وړاندې د کيري لوګر بل په صورت کې له پاکستان سره امريکايي امداد هغه څه وو چې د دې هېواد د وګړو قامي غيرت يې تر پوښتنې لاندې راوست.
خو سعودي عرب چون يو ورور هېواد دی، ځکه نو پاکستاني حکومت ښايي مناسب ګڼلې وي چې د دوو وروڼو هېوادونو تر مينځ د پيسو د راکړې ورکړې معاملې په اړه په عام محضر کې څه و نه وايي.
په ليکنه کې وړاندې راغلي، دا مهال يوه نړيواله فرقه يي جګړه نښتې او موږ پوهيږو چې سعودي عرب به د دې پيسو په بدل کې هرو مرو له پاکستانه څه غوښتي وي.
د مقالې د ليکوال په خبره، ټوله مسئله په پنجاب کې ده. د دې صوبې غريب ولس نه بلکې سياستوال يې، چې په مرکز کې يې هم حکومت جوړ کړی دی، غواړي چې په ياده صوبه کې پيل کړې پرمختيايي چارې د طالب وسله والو له شره محفوظې وساتي.
د ليکنې له مخې، پنجاب د همدې مقصد تر لاسه کولو لپاره له طالبانو سره د امن خبرې پيل کړې دي.
د ليکنې په پای کې راغلي، که پنجاب همداسې د هېواد د نورو سيمو د اوسېدونکو پر ستونزو د سترګو پټولو رويه برقرار وساتله، نو هغه ورځ لرې نه ده چې د ترهګرۍ د اور لمبې يادې صوبې ته هم وغځيږي.