د اسلام اباد په ملی کتابتون کې جوړ شوي ځانګړي عدالت نن د ګل ورځ (دوشنبه) په داسې حال کې نوموړی په غدارۍ تورن کړ چې د هغه زیاتره وکيلانو عدالت ته له وړاندې کېدو پرېکون اعلان کړی دی.
پر پرویز مشرف په لګېدلو تورونو کې تر ټولو مهم یې دي چې هغه په ۲۰۰۷م کال د نومبر پر درېیمه نېټه په ملک کې اساسي قانون معاطله کړی وو او د سپریم کورټ ججان یې نظر بند کړي ول.
د مشال خبریال احمد الله راپور