د پاکستان سرکاري تیلي ویژن وایي چې د پنجاب صوبې په شپږ بېلا بېلو ښارونو کې نن (چارشنبه) د وژنو په تورونو ککړو نهه کسانو ته پانسي ورکړل شوې ده.
د پاکستان سرکاري ټیلي ویژن وایي چې دغو کسانو ته په جهنګ، لاهور، فیصل اباد، میانوالي، اټک او راولپنډې ښارونو کې پانسي ورکړل شوې ده.
د تېرې سېشنبې پر ورځ هم پنجاب صوبه کې ۱۰ مجرمانو او سند صوبه کې دوه مجرمانو ته پانسي ورکړل شوې وه.
تېره اونۍ د کورنیو چارو وزارت لخوا صوبو ته جاري شوې یو اعلامیه کې ویل شوي وو چې د ترهګرۍ کېسونو علاوه په نورو کېسونو کې هم د مرګ له سزا نه په مکمله توګه بندیز لیرې کړل شوی دی.