د پاکستان وفاقي حکومت او پاکستان تحریک انصاف ۲۰۱۳ م کال انتخاباتو عدالتي تحقیقاتو لپاره د عدالتي کمیشن په معاهدې لاسلیک کړی دی.
بېګا شپه پنجاب هاوس اسلام اباد کې په معاهدې لاسلیک د وفاقي حکومت له اړخه د خزانې وفاقي وزیر اسحاق ډار او د پاکستان تحریک انصاف له اړخه جهانګیر ترین وکړو.
په معاهدې د ګواه په توګه دستخط د بلوچستان وزیر اعلی عبدالمالک بلوچ وکړو.
په معاهدې لاسلیک کولو نه پس د خزانې وفاقي وزیر اسحاق ډار خبرې غونډې ته وینا وه چې دا عدالتي کمیشن به کال ۲۰۱۳ د انتخاباتو غیر جانبداره تحقیقات کوي.
د ده په وینا دا معاهده په اووه پاڼو مشتمله ده او پدې کې د یو ټکې بدلون هم نه دی شوی.
ده وویل چې په څلریشت ګنټو کې به په دې لړ کې یو فرمان هم جاري شي.
مطبوعاتو ته خپلو خبرو کې اسحاق ډار وویل چې عدالتي کمیشن به تحقیقات په پنځه څلویښت ورځو کې کوي.
،، د دې عدالتي کمیشن له لارې که دا ثابتیږي چې الیکشن سم شوی وو او دا د ولس د خواهشاتو مطابق دی نو بیا به د پاکستان تحریک انصاف ټول الزامونه ختم شي او قومي او صوبایې اسمبلیانې به خپل کار جاري ساتي او د پاکستان تحریک انصاف چې کومې جمهوري ذمه واریانې په پارلیمان کې دي نو هغه به خپلې ذمه واریانې پوره کوي،،
پدې موقع د پاکستان تحریک انصاف شاه محمود قریشي وینا وه چې ملکي پارلیماني مشرانو د دې معاهدې توثیق کړی دی او دا معاهده به راروان وخت کې شفاف الېکشن لپاره لار جوړوي.
،، زه ګڼم چې د معاهدې لاسلیک کولو دا ورځ به د پاکستان د سیاسي او جمهوري تاریخ یوه مهمه ورځ شمېرل کېږي ځکه چې نن د پاکستان سیاسي مشرتابه دا فیصله کړې چې موږ به ملک ته د شفاف انتخاباتو يوه ډهانچه ورکو، او راروان وخت لپاره یو داسي سازګاره ماحول پیدا کول دې او انتخابات په داسي طریقه کول دې په څه چې ټول قوم ته اعتماد وي،،
د ذکر ده د روانې میاشتې په شلم تاریخ ۲۰۱۳ کال انتخاباتو کې د درغلیو عدالتي تحقیقاتو لپاره حکومت او پاکستان تحریک انصاف ترمینځه د عدالتي کمیشن په جوړولو اتفاق شوې وو.
د عدالتي کمیشن په نکاتو کې ویلې شوې وو چې پدې کې به د سپریم کوټ ججان وي کوم به چې د دواړو فریقینو نکته نظر اوري او فیصله به کوي.
عدالتي کمیشن د تحقیقاتو د لارې د دې خبرې تعین کوي چې ایا انتخابات شفاف او غیر جابنداره وو او که نه ، دا به هم ګورې چې درغلې شوې وه او که نه او د د عدالتي کمیشن فیصله به دواړه مني.
د دواړو ډلو ترمینځه د معاهدې په اړه د سیاسي چارو کار پوه ایمل خټک وایې،، ملک کې چې څومره انتخابات شوې دي یا کیږي نو پدې کې چرته نه چرته درغلې کیږي د درغلیو امکان څوک نشې خارجولوې خو خبره دا ده چې په کوم انداز کې پاکستان تحریک انصاف وایې نو کیداې شي چې هغسي نه وې شوې . ماته نه ښکاري چې تحریک انصاف کوم تورونه لګوي نو په دې تحقیقاتو کې هغه سل فیصده نشې ثابتیدې او کیداې شي چې دې تحقیقاتو نه تحریک انصاف ته مایوسي هم اوشي،،
یاده دې وي پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان له اړخه په حکومت کال ۲۰۱۳ په انتخاباتو کې د درغلیو تورونه لګول شوو د څه نه پس چې پاکستان تحریک انصاف د اسلام اباد په ډي چوک کې دهرنه هم ورکړې وه خو د پیښور د ارمي پبلک سکول سانحې ه پس یې دهرنه د ختمولو اعلان کړې وو.