د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ډېر اتلان غداران ګڼلي


ولي خان او باچاخان ، د پښتنو دوه مشران
ولي خان او باچاخان ، د پښتنو دوه مشران

په سکرول ويب پاڼه کې ليکوال عدنان عامر په پاکستان کي د غدارانو د تاريخ د سرخط لاندي یوه مقاله کې ليکي چې د ۱۹۴۷ ميلادي کال د پيل نه د پاکستان د آزادۍ سره سم دغه هيواد کې يو شمير سیاستوال، دانشوران او د مدني ټولنې فعالان د غدارانو په نوم ياد شول.

د ليکوال په خبره ددغه هيواد لومړی غدار د متحده هند د واک لاندي د بنګال ریاست د هغه وخت وزيراعظم حسين شهيد سهروردي وګرځول شو. د هند د تقسیم نه پس سهروردي کلکته کې د ګاندي سره درې میا شتي په دې موخه تيرې کړې وې چی د تقسیم نه پس په بنګال کي د مسلمانانو ضد احتجاجي مظاهري ودروي خو چي هغه بیا وروسته پاکستان ته راغلو نو د هغه د قامي اسمبلۍ غړيتوب منسوخ کړل شو او غدار وبلل شو.

د غدارانو په دغه فهرست کې دوهم نوم د خان عبدالغفار خان « باچا خان » و . د ليکوال په خبره د هغه ګنا دا وه چي په متحده هند کې د کانګرس ګوند غړی و او د پاکستان د ازادۍ سره یې په ۱۹۴۸ کال کې پاکستان سره د وفا دارۍ څو ګند پورته کړی و خو تر مرګه پورې هغه ته په دغه هيواد کې غدار ويل کيدل او د عمر زیاته برخه یې په جيلونو کي تيره کړي وه.

دپاکستان درېيم غدار په ۱۹۴۳ کال کي د مسلم ليګ هند د سنده صوبي مشر غلام مرتضي شاه وو ، د هغه ګناه دا وه چي ویلي یې و ، که پاکستان جوړ شو ، سند ایالت دې د خودمختاره ریاست حیثیت ولري.

د پاکستان د جوړېدو نه پس پري د غدارۍ مهر ولګول شو. نوموړي ديرش کاله په زندان کې تیر کړل او چې کله مړ کیدلو نو هم د پولیسو په ولکه کې و.

د ليکوال په خبره په پاکستان کې يوازې په انفرادي توګه خلک غدار نه دي ګرځول شوي ، بلکي بوره پوره سیاسي ګوندونه او قامونه هم غدار ګرځول شوي دي.

او نن صبا د غدارۍ کارخانې بیا خپل پيداوار پيل کړی دی . دا وارې یې علت د کاشغر ـ ګوادر اقتصادي راهدارۍ په چينيايي منصوبه تنقيد کول ښودل کیږي ، او په سر کي یې نوم د اسفندیار ولي خان دی چې پلار یې ولي خان او نیکه یې باچاخان لا پخوا د پاکستاني حکومت لخوا غدار ګڼل شوي وو.

د ليکوال په خبره په پاکستان کی چي کوم يو کس هم د ولس د ګټې خبره کړي ده نو د غدار په نوم بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG