د اسلام اباد انتظاميې د جمعې پر ورځد تحريک انصاف مشر عمران خان او د دې ګوند شاوخوا ۲۰۰ نورو غړو پر ضد مقدمې درج کړي دي.
په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال وايي چې په هغه ښار کې د لویو غونډو اجازه نشته خو پوليس وايي تحريک انصاف پرون د دفعه ۱۴۴ سرغړونه کولو سره جلسه کړې وه.
په دې جلسه کې د تحريک انصاف مشر عمران خان په ګډون د پارټي نورو مشرانو ويناګانې کړي وي.
تحريک انصاف ګوند د مشر او کارکونکو پرضد مقدمي په داسې حال کې درج شوي چې په اسلام اباد کې د بلدياتي انتخاباتو لپاره سبا ووټونه اچول کيږي.
تحريک انصاف ګوند تراوسه پوري په دي اړه څه نه دي ويلي.