د پاکستان وزیراعظم نواز شریف نن د ګل ورځ چین ته روان شوی او هلته به په چنګ ژو ښار کې کېدونکې د شنګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې له ګډون پرته له خپل چیني سیال سره ویني.
د پاکستان سرکاري ټې وي وايي چې د شنګهای همکارۍسازمان په غونډه کې به غړي ملکونه د ترهه ګرۍ او انتهاپسندۍ د ګډو ګواښونو «مشترکه خطراتو» د مخنیوي او سیمه ییزې مرستې زیاتولو سربیره معیشت، تجارت، ټرانسپورټ او په ولسي کچ د رابطې زیاتولو په باب خبرې اترې کوي.
سرکاري ټې وي زیاتوي چې په غونډه کې به د روس، تاجکستان، ازبکستان، قازقستان، کرغستان او د چین وزیراعظمانو علاوه د افغانستان، پاکستان، هند، ایران، بيلاروس او د منګولیا استازي هم ګډون کوي.
په اسلام اباد کې د پاکستان وزیراعظم کور یو چارواکي مشال ریډیو ته وویل چې وزیراعظم نواز شریف به له خپل چیني سیال [کې کیانګ] سره هم ویني او د دواړه خیزه تعلقاتو پشمول د چین ـــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ او پر ځینو نورو مهمو معاملاتو به ورسره خبرې کوي.
د دې سازمان د سرمشریزې غونډې په باب په لاهور د سیمه ایزو چاروکارپوه پروفیسر حسن عسکري وايي، چې د شنګهای همکارۍسازمان د دې سیمې لپاره یو ډېر مهم سازمان جوړ شوی دی. د ده په خبرهپه ۲۰۰۲ م کال چې کله دا سازمان په وجود کې راغلی نو هغه مهال به یوازې پر ترهه ګرۍ خبرې کېدلې خو اوس غړي ملکونه له یو بل سره د اقتصادي مرستو په ګډون تجارت، تېکنیکي مرستې او داسې نورو معاملاتو کې سره مرستې کوي او پاکستان لپاره په دې سازمان کې شامیلېدل ځکه هم ضروري دی، پاکستان غواړي چې نه یوازې د مینځنۍ آسیا له ملکونو سره خپل تجارت زیات کړي بلکې د خپلې توانايۍ ضرورت هم پوره کړي.
د بهرنو چارو کارپوه پروفېسر رسول بخش رئیس وايي «چې د سازمان دا غونډه به ډېره مهمه وي ځکه پاکستان غواړي چې د دې منطقې له ټولو ملکونو سره خپلې اړیکې ښه کړي او زه ګڼم چې وزیراعظم به تر تللو وړاندې ډېره سفارتکاري هم کړې وي او دا ځکه چې د راتلونکې وخت لپاره چې کومه اقتصادي نقشه ده نو هغه هم دا ده چې ترڅو پاکستان له چین، افغانستان، مینځنۍ آسیا او روس سره خپل تجارت زیات نه کړي نو ترهغو له پرمختګ سره سره په سیمه کې امنیت هم نشي راتلای.
د ذکر ده چې پاکستان ته سږ کال په جولای میاشت کې د روس په ښار اوفا کې شوې سرمشریزه غونډه کې د سازمان د مستقل غړې جوړېدو بلنه ورکړل شوې وه او د سازمان په ۲۰۱۶ کال کې کېدونکې سرمشریزه غونډه کې به پاکستان ته مستقل رکنیت ورکړل شي.