د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ښار د سړکونو یوه برخه رغول کیږي


د خوست ښاریانو چې د ښار د سړکونو، پلچکونو او پیاده رونو له خراب حالت شکایت کاوه او د ترمیم پرله پسې غوښتنه يې کوله، بالاخره د خوست ښاروالۍ له خوا د یاد ښار د سړکونو د یوې برخې د ترمیم او رغونې چارې پیل شوې.

د خوست ښاریانو چې د ښار د سړکونو، پلچکونو او پیاده رونو له خراب حالت شکایت کاوه او د ترمیم پرله پسې غوښتنه يې کوله، بالاخره د خوست ښاروالۍ له خوا د یاد ښار د سړکونو د یوې برخې د ترمیم او رغونې چارې پیل شوې.

د خوست چارواکي وايي، که څه هم د ښار د منځ برخې د اوه کیلومتره سړک د رغونې لپاره ښاروالي بودجه لري او یاده پروژه يې د منظورۍ لپاره د تدارکاتو ملي کمیسیون ته سپارلې، خو په دې پنځو میاشتو کې يې د منظورۍ او بررسۍ چارې نه دي بشپړې شوي.

چارواکو یادې څرګندونې د پنجشنبې پر ورځ د خوست ښار د حلقوي سړک او پروژې باغ تر منځ د نوي جوړیدونکي سړک او د پروژې باغ څخه د متون تر درش کلي پورې د غځیدلي سړک د اساسي ترمیم د کار د پیل په مراسمو کې وکړې.

په پیلیدونکو دواړو پروژو چې څه باندې دوه ویشت میلیونه افغانۍ لګښت راځي، کارونه به يې د شپږو میاشتو په موده کې د ښاروالۍ له عوایدو څخه بشپړ شي.

خوست والي حکم خان حبیبي د دې دواړو پروژو د پیل په اړه مشال راډیو ته وویل:

"دا سړک چې د ۲۲ میلیوه اویا زره افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې په اساسي ډول ترمیمږي، یوه برخه يې د پنځه سوه متره په اوږدوالي او لس متره عرض باندې چې د پروژې پل د ښار له حلقوي سړک سره نښلوي د یو سړک اساسي جوړیدل دي، د پروژې دویمه برخه د عامې روغتیا ریاست نه ونیسه، بیا تر درش کلي پورې د پخواني سړک اساسي ترمیمول دي، د ۲۰۱۵ مترو په اوږدوالي به دا سړک ورغول شي."

د خوست ښار سړکونه چې لس کاله پخوا جوړ شوي او د کریړ یا قیریزۍ میعاد يې پای ته رسیدلی، نه یوازې د ښار ښکلا او پاکي يې اغېزمنه کړې، بلکې د سړک د جادو او کوڅو په منځ، منځ کې کندې جوړې شوي او د ګاډو په تګ او راتګ کې يې هم ستونزې جوړې کړې دي.

خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر وايي، چې د ښار د ټولو سړکونو د رغونې پلان لري:

"موږ کوښښ کوو چې ډېر ژر د خوست ښار سړکونه له سره ترمیم کړو، ځکه د خوست ښار د سړکونو د قرریزۍ هغه لس کلن میعاد چې دی هغه ختم شوی دی او د سړکونو د پوښښ ساحه اکسپایر شوې ده، اکثریت يې تخریب ده، د ښاروالۍ تخنیکي ټیم دې ته ژمن دی چې هر چه عاجل دا کارونه شروع کړي، د سړکونو کوم موجوده حالت چې دی له دې يې وباسي."

د خوست د ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزي د تدارکاتو له ملي کمیسیون غوښتنه وکړه، چې د خوست څخه د بېشنهاد شویو پروژو په منظورۍ کې دې بیړه وکړي، تر څو د ښار د سړکونو اوسنۍ نامناسب حالت ختم او ټول سړکونه يې بېرته نوي شي:

"امیدواره یو د خوست ښار هغه سړکونه چې سخت تخریب شوي دي او د تدارکاتو په ملي کمیټه کې يې قراردادونه پراته دي، تر اوسه نه دي پاس شوي هیله مو داده چې ژر تر ژره دا قراردادونه پاس شي او د سړکونو دې بد حالت ته بدلون ورکړل شي."

یاده دې وي، خوست ښار خواوشا پنځوس کاله وړاندې په اوسنۍ نقشه د یوې لويې ولسوالۍ د اوسیدونکو لپاره پلان شوی وو، چې په اوس وخت کې د خلکو نفوسو او د ګاډو ګڼه ګوڼې ته په کتو ډېر کوچنی دی.

کتونکي غوښتنه کوي، چې د خوست ښار د اساسي انکشاف لپاره باید د ښار یو او بل لوري نوې سیمې وتړل شي، تر څو د ښار او ښاریانو اړتیاوو ته ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG