د جمعې پر ورځ ناوخته د هوايي شرکت د کارکوونکو او حکومتي وزير محمد زبېر ترمنځ له ملاقاته وروسته محمد زبېر وويل چې دا احتجاج به ډېر ژر ختم شي.
خو پر دې موقع له خبريالانو سره د خبرو پر وخت د کارکوونکو د مشترکه کمېټۍ مشر سهېل بلوچ وويل: “د دوی احتجاج به هم دغه رنګ تر هغوی روان وي تر څو چېيې غوښتنې نه وي منل شوي.”
په دې احتجاج کې تر اوسه دوه کسان وژل شوي دي.
د پاکستان حکومت وايي چې د د دې هوايي کمپنۍ د حالت ښه کولو لپاره دا ګام اخلي. یاده کمپنۍ له کلونو راهسې په خساره کې روانه ده.
په دې اړه د رپوټ دلته واورئ