د اېم کیو اېم یوه مشر فاروق ستار بېګا په کراچۍ کې خبریالانو ته وویل، د کمال تورونه زاړه او پر درواغو ولاړ دي نو ځکه یې ردوي.
تر دې مخکې مصطفا کمال د ګوند له یوه بل پخواني مخکښ انیس قایمخاني سره ګډې خبري غونډې ته وویل، د اېم کیو اېم مشر الطاف حسین د خپل سیاست دوام لپاره خپل خلک وژني.
خو د اېم کيو اېم ډلې مشرانو فاروق ستار او نديم نصرت مطبوعاتو ته وويل چې دا هر څه دروغ دي او اسټېبلشمنټ دې د نورو خلکو د استعمالولو پرځای الطاف حسين سره نېغ په نېغه خبرې وکړي.
((کوم داسې تور نن لګوی شوی چې هغه نوی وي،زۀ وايم چې نن هم کوم تورنه لګول شوی هغه دروغ او بې بنياده دي، مونږ د دغه تورونو په کلکه سره غندنه کوو او دا رد کوو))
د ذکر ده چې مصطفی کمال د کال دوه زره پينځم د ښاروالۍ په ټاکنو کې ښاروال ټاکل شوی وو او وروستو يواځې د شپږو مياشتو لپاره د اېم کيو اېم سېنېټر هم جوړ شوی وو خو په دوه زره ديارلسم کال کې د ګوند د مشرانو سره د اختلاف له کبله دوبۍ ته تلی وو، دې سره سره په انيس قائم خاني د بلديه کارخانې د شاو خوا دوه نيم سوه کسانو د وژنې تورونه هم لګېدلي وو او د دغه پېښې مشترکه تحقيقاتي کمېټۍ انيس قائم خاني د دې پېښې ذمه وار ګرځولی وو.
د کراچۍ ښار پخواني ښاروال يا مئير او د متحده قامي مومنټ پخواني سينټر مصطفی کمال د دغه ګوند په مشر الطاف حسېن تور لګولی چې دوي د تېرو شلو کالو راهسې د هند استخباراتي ادارې ”را“ نه پېسې اخلي او وئيلي یې دي چې د ايم کيو ايم د هدفي وژنو ټولګی د ملک نه بهر موجود دی، بل اړخ ته متحده قامي مومنټ دا ټول تورونه رد کړي او دا یې د اسټېبلشمنټ يو سازش بللی دی،
د زيارت په ورځ مصطفی کمال سره د اېم کيو اېم د يو بل پخواني غړي انيس قایمخاني درې کاله لههېواده بهر اوسېدو وروستو کراچۍ ته ستون شو او هم په دغه ورځ یې مطبوعاتي غونډې ته وویل چې د اېم کيو اېم ټول مشران په دې خبر دي چې د دوي مشر الطاف حسېن څوک چې په لندن کې د تېرو درويشتو کالو راهسې ژوند کوي، د هند د استخباراتي ادارې را نه پيسې اخلي هغه دا تور هم ولګوو الطاف حسېن ته د خپلو خلکو هېڅ پرواه نشته.
((نولس سوه دوه نوي کې چې کوم د لسو کالو ماشوم د خپل پلار مړی ښخ کړی وو نن هم دغه تن د لسو او پينځه کالو بچي د ده مړی ښخوي،مونږ له څه په لاس راغله، مونږ د وطن سره مينه لرونکي خلک وو د را استازي وګرځولي شو،تعليم زموږکالی وو نن مونږ جاهلان شوي يو، هره ورځ يو شمېر ځوانانو ته په سترګو پټۍ لګول کېږي او د چاپو پرمهال نيول کېږي))
مصطفی کمال په الطاف حسېن دا تور هم ولګوو چې هغه د پاکستان بيلا بيلو ادارو پسې خبرې کوي چې داسې د سياست لپاره ورته مړي ملاؤ شي.
((زموږد بېرته راتلو مقصد دا دی چې الطاف حسېن بايد خپلو خلکو ته رښتيا ووائي او نور یې په خلکو نه وژني،د دوي پاليسي دا ده چې رېنجرز، پاکستاني اسټېبلشمنټ او حکومت پسې بدې ردې ووائي او بيا هم د دغه ادارو له خوا کارکنان ووژل شي، الطاف حسېن ته دغه مړي پکار دي ځکه چې کله د چا څوک مړۀ شي يا ونيول شي نو هم دۀ له به راځي او دا دوي مجبوري ده چې د خپلو خلکو د خلاصي لپاره دوي ته راشي))
مصطفی کمال دا هم وویل چې د اېم کيواېم پانسۍ شوی غړی صولت مرزا او اجمل پهاړي هم دې خلکو مجرمان جوړ کړي ول خو بيا یې خپل هم نه ګڼل.