د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيند کې له زهرجنو شرابو ۳۸ کسان وژل شوي


د پاکستان په ځینو برخو کې بیا بیا له زهرجنو شرابو خلک مري
د پاکستان په ځینو برخو کې بیا بیا له زهرجنو شرابو خلک مري

د سيند پوليسو څانګې مشر ای ډي خواجه پېښه په بام کې نیولې او د ځايي تاڼې مشر یې له خپلې دندې هیسته کړی دی.

راپورونه وايي، په تېرو دوو ورځو کې د سيند صوبې لیرې پرته سيمه ټنډو محمد خان کې د زهرجنو شرابو له څښلو لږ ترلږه ۳۸ کسان وژل شوي دي خو ځايي پوليس دغه شمېره ۲۹ ښيي او د صوبايي حکومت وزير ګيان چند یې شمېر تر پينځلسو زيات ګڼي.

د سيند صوبې لږکيو او اېکسایز وزير ګيان چند د نهې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د مړو شوي کسان هندو لږکیان دي چې پکې دوې ښځې هم شاملې دي خو د ده په وینا چې شمېره یې د لسو او پينځلسو ترمېنځده.

((دغه مړی شوي خلک زياتره هندو لږکیان دي، د دې پېښې نوټس د سيند د پوليسو څانګې مشر ای ډي خواجه اخستی ځکه چې د هغه خپل تعلق هم د ټنډومحمدخان سره دی، د دې شرابو له کبله زنانه ځکه مړې دي چې دا خلک په کورونو کې جوړوي او دا شان يې د زنانوو سره سره ماشومان هم څښي ))

بل اړخ ته د ټنډو محمد خان د پوليسو يو چارواکي حضوربخش مشال رېډيو ته وويل چې د شرابو له کبله د مړه شویو کسانو شمېره ۲۹ ته رسېدلې او په روغتون کې هېڅ يو تن موجود نه دی.

((يو کم دېرش کسان تر دي دمه مړه شوي دي، په روغتون کې څوک نشته او د دې پېښې مقدمه په سرکاري مدعيت کې زمونږ مشرانو درج کړې ده خو لا تر دې دمه مو هېڅ څوک نه دي نيولي))

خو پاکستاني مطبوعات وايي چې په ټنډو محمد خان کې له زهرجنو شرابو د مړو شوو شمېره اته دېرش ته رسېدلې ده.

د سيند د پوليسو مشر د پېښې وروستو د ځايي تانې اېس اېچ او قادربخش د څوکۍ څخه د لرې کولو حکم جاري کړی ايس ايس پي نه یې رپورټ غوښتی دی.

د سيند صوبې اعلی وزيرقائم علي شاه هم د پېښې غندنه کړې او د پوليسو نه ئې د پېښې پوره تفصيلات زر ترزره وړاندې کولو امر کړی دی.

د ګل په ورځ د مړو شوو خلکو خپلو خپلوانو د سيند بدين سيمې نه حېدراباد ته لار د احتجاج په توګه بنده کړې وه او خپل مړي يې په سړکونو کېښودي وو

په سيند صوبه کې ځای په ځای داسې د شرابو خرڅولو دوکانونه شته چې ورته حکومتي اجازت ورکړل شوی دی خو دا هم پرې ليکل شوي وي چې دا د مسلمانانو لپاره نه دي.

د ذکر ده چې په ۱۹۹۷ م کال د روژې په مياشت کې هم په حېدراباد کې د شرابو له کبله لږ تر لږه ۴۷ کسان مړۀ شوي وو چې پکې ماشومان هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG