چارواکي وايي لسګونه کاله وړاندې د میرابدال بابا په غره کې د کنجک پسرلنۍ میلې کیدې، ښایسته ونې يې درلودې، سیورو ته به يې خلک راټولیدل، خو په تېرو نږدې څلورو لسیزو کې د دې غره ونې زیانمنې شوي او له خلکو هغه میلې هم پاتې شوې دي.
د لوګر والي حلیم فدايي مشال راډیو ته وويل چې غواړي دا غر بيا په همغسې يو ځای بدل شي.
((د ټول میرابدال د غره په ساحه کې به تر ټولو ستر، ملي، تاریخي، فرهنګي او عایداتي تفریح ځای جوړوو تر څو خلک وکولای شي په اسانۍ دلته راشي او د لوګر له ښکلې فضا او پاکې هوا څخه خوند واخلي.))
د لوګر د ولایتي شورا یو غړي حسیب الله ستانکزی وايي سږ کال يې د تفریح ځای لپاره لومړني کارونه ترسره کړل او پلان لري چې کرار، کرار دا سیمه د زون په کچه په یوې تفریح خای بدله کړي: ((له پخوا نه د میرابدال بابا د غره سیمه د تفریح ځای دی. د جهاد په وخت يې ډېرې ونې له منځه ولاړې. اوس د دې تپې په جوړولو کار شروع شو. ونې پکې کرل شوي دي او نور کارونه يې هم پيلوو.))
د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې معین محمد واصل بازغ وايي چې دا تفریحي سیمه به د نورو ولایتونو لپاره یوه بېلګه شي تر څو خلک د نورو له مرستې پرته د هېواد رغونې په بهیر کې برخه واخلي.
دی پدې باور دی چې یاد تفریح ځای به پنځه کاله وروسته د سویل ختیځ زون د اوسیدونکو لپاره تر ټولو ښکلې او په زړه پورې ځای وي: ((یو ښه او ګټور ګام دی، د دې چاپیریال ښېرازه کول د هېواد د سمسورتیا او ښکلا د ښودنې او نورو سیمو لپاره یوه بېلګه کیدای شي. دا پیغام هم لري چې د افغانستان خلک په خپله کار وکړي او خپل هېواد په خپله جوړ کړي. پنځه کاله وروسته به د کابل، پکتیا، لوګر او خوست خلکو لپاره به یوه ښه تفریحګاه وي چې دا یو لوی او ښه خدمت دی.))