د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د ودانیو جوړولو کار پیل شو


په خوست کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لپاره د نوې اداري ودانۍ د جوړولو کار پیل شو.

یاده وداني، چې د درې لکه ۶۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرامپه مالي مرسته جوړیږي، ودانیزې چارې به يې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

بلخوا د خوست ځايي چاروااکي د دې ودانۍ سیمه د امنیت او په ټاکنو کې د شفاقیت د تامین لپاره مهمه بولي او زیاتوي چې پدې ځای کې مسوول کسان د ټاکنیزو پروسو له ټولو تخنیکي بهیرونو نه په اسانۍ نظارت او کتنه وکړي.

د سېشنبې پر ورځ د خوست ښار په لویدیزه څنډه د اداري کمپلیکس په محدوده کې په څه باندې پنځه جریبه ځمکه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون لپاره د نوې دوه پوړیزې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.

خوست والي حکم خان حبیبي د یادې ودانۍ د بنسټ ډبرې د کېښودو په ځای کې مشال راډیو ته وویل، چې د ښار د پخوانی کرايي ودانۍ په پرتله دا سیمه خوندي او د ټاکنو په پروسه کې د شفافیت د اصل د مراعتولو لپاره مناسبه ده.

ښاغلي حبیبي هیله څرګنده کړه، چې یو، ان، ډي، پي یا د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام به له ودانیو سربیره نور تخنیکي او ضروري وسایلو په اکمال او تجهیز کې هم مرسته وکړي.

خوست والي زیاتوي:

((د انتخاباتو د مستقل کمیسیون د اداري تعمیر د جوړیدو د ډبرې د کېښودو شاهد یو، دغه تعمیر چې په دو پوړونو کې د ۳۶۵ زره امریکايي ډالرو باندې په څلورو میاشتو کې جوړیږي، یو خو به د انتخاباتو د کمیسیون ساحه د امنیت له لحاظه مصونه وي، بل د دوی لپاره باید اړین امکانات د دوی په اختیار کې ورکړل شي، ځکه د انتخاباتو په موقع باندې د لته د سلګونو او زرګونو کسانو د تګ او راتګ موضوع وي.))

پخوا په خوست کې د ټاکنو د کمیسیون د مناسب ځای د نشتوالي له کبله د رای شمیرنې او د رایو د صندوقونو د ساتلو په باب به د نوماندانو سره انديښنې موجودې وې، خو د یادې ادارې مشر عبدالرحمن محبت وايي چې د دې ودانیو په بشپړیدو سره په دا ډول انديښنو کې کموالی راځي.

عبدالرحمن محبت وايي:

((داسې ځای کې ندی چې څوک ووايي زه ورتللی نشم، هر چا لپاره امنیت دی، څوک چې وغواړي راشي، هر وخت ځنې کتنه او نظارت کولای شي، د انتخاباتو پروسه تعقیبولای شي، په امنیتي سیمه کې ده، نو ځکه يې شفافیت تامین دی.))

د خوست د ولایتي شورا استازی امیرالله زړه سواند هم د ټاکنو لپاره د پراخ او خوندي ځای شتون د ډیریو ستونزو د هواري لپاره په ګټه بولي او زیاتوي:

((په خوست کې د ټاکنو د کمیسیون لپاره د تعمیر ډبره کېښودل کیږي، دا به د انتخاباتي بهیر، د هغې د شفافیت جوړولو لپاره او د هغې په سمه توګه د ترسره کولو لپاره به ښه امکانات برابر کړي او زمینه سازي به وکړي.))

د یادونې وړ ده په خوست کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا مهال په یو کوچني کرايي ودانۍ کې فعالیت لري، چې پخوا پدې ځای کې د رای اچونې د صندوقونو او وسایلو د ساتنې په اړه کلکې انديښنې موجودې وې او ډیریو نوماندانو په خپل وخت کې خپلې انديښنې د رسنیو سره شریکې کړي، خو چارواکي وايي، چې د ټاکنو د کمیسیون لپاره دا ودانۍ، ګدام او په امنیتي لحاظ خوندي ساحه به د دا ډول ستونزو او انديښنو کچه راکمه کړي.

XS
SM
MD
LG