د خوست د تڼیو د بنده خېلو د غرنۍ سیمې اوسیدونکي وايي، چې د حکومت له نظره لویدلي دي او په تېرو پنځلسو کلونو کې نه یواځې دا چې ورته هېڅ ډول پرمختیايي کار ندی شوی، بلکې د حکومت یو چارواکي هم هغه سیمې ته سر ندی ور ښکاره کړی.
بنده خېل د خوست ښار څخه سویل لویدیز لوري ته په پنځوس کیلومتره واټن کې د شمالي وزیرستان سره پر پوله پرته سیمه ده.
د سیمې خلک وايي، په بنده خېلو کې د قومي تړې له کبله ډاډمن امنیت شته او هېڅوک پکې د ناامنۍ او ویرې احساس نه کوي.
د دوشنبې په ورځ د افغان حکومت د اجراییه رییس سلاکار غازي نواز تڼی د یو شمېر مشرانو د یوې قافلې په ملیتا بنده خېلو ته ورغی.نوموړي د یوې غونډې پرمهال د خلکو ستونزې او غوښتنې واوریدې.
غازي نواز تڼی وايي، په دې ځای کې شپاړس زره اوسیدونکي ژوند کوي، دې سیمې ته د نوي نظام له پیله هېڅ حکومتي چارواکی نه دی ورغلی او خلکو ته د حکومت لخوا اصلاً د ژوند په هېڅ برخه کې هم کار ندی شوی.
نوموړي زیاته کړه:
« د خلکو زیات شکایت دادی چې موږ کلینیک ته ضرورت لرو، مکتب ته ضرورت لرو، په دې سیمه کې پخوا ډېرې پراخې ځنګلې وې، خو متاسفانه چې اوس د ځنګلونو ډېره برخه وهل شوې ده او د ځنګلونو د وهلو بهیر لا هم روان دی، دوی نه مې پدې اړه غوښتنه وکړه او دوی راسره ژمنه وکړه، چې تر دې وروسته به دا ځنګلونه نه وهي.»
غازي نواز تڼي تایید کړه چې د یادې سیمې خلک بې روزګاره دي، دوی پر حکومت حق لري، چې د کار موندلو غم یې وخوړل شي.
ده زیاته کړه چې د خلکو غوښتنې او مستندې ویډیوګانې به د حکومت چارواکو او سکټوري وزارتونو ته ورسوي.
« دوی مطلق بې روزګاره دي، نه دوی ته کار شوی او نه په دې سیمه کې کار پیدا شویدی، زه به د دوی غوښتنې مرکزي حکومت ته او په خاصه توګه اجراییه رييس ډاکټر صیب عبدالله عبدالله ته ورسوم. په راتلونکې کې باید دوی ته کار پیدا شي، انکشافي کارونه باید وشي، بیارغونه دې وشي، دا د دوی حق دی.»
د سیمې یو تن قومي مشر شیرعلي وايي چې په دادومره کلونو کې نه حکومتي چارواکی ورغلی او نه هم دوی ته د اوبو، کلینک، ښوونځي، سړک او یا نورو برخو کې کار شوی دی:
« موږ کومې زراعتي ځمکې نلرو، موږ د اوبو په باره کې هم ډېر مشکل لرو، د روغتیا يي خدمتونو لپاره کلینیک نلرو، رښتیا داده چې حکومت په هغو مشکلو کې چې موږ ورسره لاس او ګریوان یو، هر ګز کمک نه دی کړی.»
قومي مشر شیرعلي زیاتوي، سره لدې چې د دوی خلکو د ځنګولو ونې د بیکاري او غریبۍ له لاسه پرې کړي، خو دوی د اجراییه رییس له ارشد سلاکار سره ژمنه کړې، چې تر دې وروسته به دوی ونې نه وهي او حتی په غرونو کې به نوي نیالګي کینوي:
« قوم په تمامه مانا سلاکار وزیر الحاج غازي نواز تڼي ته ژمنه ورکړه، قولي او لفظي يې وکړه چې د ژوند په اوږدو کې به د ونو وهلو او پرېکولو ته ورنږدې نشي، کوښښ به وکړو چې اظافه ونې د غره د ښکلا لپاره او زموږ د ضرورتونو لپاره کېنوو.»
کتونکي وايي، لا هم د خوست په اطرافو کې لسګونه داسې سیمې شته، چې له سره چارواکو سر نه دی ورښکاره کړی او هغوی په هره برخه کې محرومې او شاته پاتې شوي دي.