د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان د هېڅ یوې وسله والې ډلې ترمنځ فرق نه کوي'


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري دغه هېواد ته په پوځي مد کې د ورکوونکیو ۳۰۰ میلیونو ډالرو د ودرېدو په غبرګون کې وویل چې دوی د هېڅ یوې وسله والې ډلې تر منځ توپیر نه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا د زیارت په ورځ په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته په خپلو څرګندونو کې وویل، چې پاکستان د ترهه ګرۍ ضد جګړه کې په صادقانه ډول له نورو هېوادونو سره هم همکاري کوي.

نوموړی زیاتوي:

(پاکستان د هېڅ وسله والو تر منځ فرق نه کوي. موږ په پاکستان کې دننه د ترهه ګري او د ترهه ګرو عناصرو خلاف جګړه کوو. د دې تر څنګ موږ له نورو هېوادونو سره هم په خلوص تعاون کوو او پوره هوډ لرو چې دا ګواښ له منځه یوړل شي. زما په خیال موږ ته او نړیوالې ټولنې ته د هغو نقصانونو د یاودنې ضرورت نه دی چې د ترهه ګري ضد جنګ کې پاکستان زغملي دي. خو چې کله هم راته موقع په لاس راشي نو دا یادونه کول غواړو چې د ترهه ګري خلاف جنګ کې پاکستان ته د شپېتو زرو کسانو مالي تاوان شوی دی. زما په فکر هغه مالي او ځاني نقصان چې موږ ته رسېدلېد نورو هېوادونو په مقابل کې تر ټولو زیات دی.)

د دوشنبې ورځ د امریکا دفاع وزارت د حقاني شبکې پروړاندې د کوټلیو ګامونو نه اخیستو په تور پاکستان ته ورکول کېدونکې درې سوه میلیونه ډالره پوځي مرسته درولې ده. د دفاع وزارت ویاند د شورو په ورځ وویل، دا پرېکړه د دفاع وزیر اشټن کارټر کړې ده.

له تېرې یوې لسیزې راهیسې د دواړو هېوادونو اړیکې کړکېچنې شوې دي، د امریکايي چارواکیو خپګان دا دی چې د دوی په اند اسلام اباد د افغان طالبانو او حقاني شبکې پروړاندې ګام اخیستو کې ناغېړی کوي.

د بېنتاګون ویاند اډم سټمپ د چارشنبې ورځ وویل، د پاکستان حکومت ته به اوس پیسې نه ورکول کېږي ځکه چې د امریکا دفاع وزیر پاکستان ته د سند یا سرټیفیکېټ له جاري کولو انکار کړی دی چې سبب یې د حقاني شبکې ضد د کافي ګامونو نه اخیستل دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې درې سوه میلیونه ډالر د اېتلافي مرستې فنډ برخه ده چې د امریکا دفاع وزارت پروګرام له مخې خپلو هغو اتحادیانو ته ورکول کېږي چې د ترهه ګرۍ ضد جګړه یا ترهه ګرۍ ضد عملیاتو کې مالي زیان او تاوان ګالي.

تر دې وړاندې په کال ۲۰۱۱ کې په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن تر وژنې پس اوباما انتظامیې په پاکستان په موقتي ډول ۸۰۰ ملین ډالره درولې وې.

د امریکا دا ګام د ترهه ګري خلاف هلو ځلو او د پاکستان امریکا تعلقاتو په اړه په داسې حال کې پوښتنې راپورته کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ وار له مخې د اېف شپاړلس جنګي جهازونو د پلورلو معاملې تر څنګ په پاکستان کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور د وژنې پس تعلقات پېچلي شوي دي.

په اسلام آباد کې کارپوه طلعت مسعود وايي، ده ته نه ښکاري چې د دغه امداد په بندېدو سره به د ترهه ګري خلاف جنګ کې د پاکستان په هلو ځلو یوڅه اثر پرېوځي.

(زما په خیال درې سوه میلیون ډالر یو معقول رقم دی، دا نه چې له دې سره به په ترهه ګري ختمولو کې مرسته وشي خو دا یقیناً د پاکستان مالي حالت په ښه کولو کې معمولي مرسته ضرور ده. ظاهره ده پاکستان ته به په خپل سر زیاته خرچه کول وي او اوس هم په خپلو وسایلو او له کورني بجټه په دې لړ کې لګښت کوي.)

د دواړو هېوادونو تعلقاتو په اړه طلعت مسعود وايي که څه هم امریکا له دې ګام سره په پاکستان یو قسمه فشار راوستل غواړي خو پاکستان دا حقیقت تسلیم کړی دی چې په خپلو وسایلو به ورته تکیه کول او خپل اقتصاد به ورته مضبوطول وي.

له ۲۰۰۲م کال راهیسې امریکا د اېتلافي مرستو ( کولیشن سپورټ فنډ) پروګرام لاندې پاکستان ته تر اوسه څوارلس (۱۴)بیلیون ډالره ورکړي دي. دغه مرستهپاکستان زیاتره په ترهه ګري ضد جنګ کېد دفاعي لګښتونو لپاره کاروي.

XS
SM
MD
LG