د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د دوو شپو ناوې وژل شوې


په سوات تحصيل کبل کې یوه ناوې چې دوه ورځې وړاندې یې واده شوی دی وژل شوې،پوليسو يې خاوند د وژنې په تور نیولی دی.

د سوات تحصيل کبل تاڼې محرر عجب خان مشال راډيو ته ویلي چې پولیسو د تحصيل کبل په ګل جبه کلي کې د یوې شپاړلس کلنې ناوې مړی ترلاسه کړی دی.

دی وايي، دغه نجلۍ (فرحانه) تر مړینې يوه شپه وړاندې د مينګورې له پاڼ سیمې د ګل جبې کلي کې (عدنان) نومي کس ته ود شوې وه چې د ناڅرګندو وجوهاتو له کبله وژل شوې ده.

د نجلۍ پلار (قدرمند) په رپوټ پوليسو د هغې خاوند عدنان د وژنې په تور نیولی دی.

پوليس وايي، چې د وژل شوې ناوې پر بدن د تشدد هېڅ نښې نه ښکاري او د پوسټ مارټم لپاره یې روغتون ته وړی دی او په دې باب نورې پلټنې روانې دي.

په سوات کې د ښځو حقونو لپاره کارکونکې غيردولتي ټولنې اوېکنینګ(بیدارۍ) له مخې سږ کال ۲۷ ښځې او دوه (۲) سړي د ناموس په نامه وژل شوي دي او وايي، په دومره زیات شمېر کې وژنې د اندېښنې وړ خبره ده.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG