د لاسرسي ځای

تازه خبر

چې کله ټوپک دليل وواژه


کله چې مې واورېدل چې په کوټه کې وکيلان په نښه شوي دي نو زړه مې ځکه ډېر زیات درزېدلو چې د کوټي نږدې هر وکيل پېژنم.

هم هغسې وشوه چې په دې بريد کې مې درې دوستان او يو همصنفی وژل شوي او له پاتې نورو قربانيانو سره مو هم د دغو دوستانو په واسطه ناستې پاستې شوې وې، له چا سره چای، له چا سره روغبړ او چا ته له ليري سلام.

خو دغه هر څه په وينو لاهو شول.

زه تل پر دې جمله خاندم چې د فلانکي د مرګ تشه به کله هم ډکه نشي خو نن مې پخپله مغزو دا خبره د ليکلو لپاره ګوتو ته وسپارله.

ددې ځينې دلايل شته.

لومړی دا چې وژل شوي زياتره ځوانان وو چې ورباندې میندو او پلرونو په ډېر تکليف سبقونه ويلي وو، د هغوی په تعليم يې د جذباتو، پيسو او خواهشونو پانګه لګولې وه خو له دې سره دوی په خپله هم شخصي او ملي خوبونه او هدفونه درلودل.

زه په دوی کې زياتره پېژنم چې له پوهنتونه او د قانون پوهنځي څخه تر فارغېدو وروسته د کوټي پر هره تړه کښېنستي او د روزګار لپاره په هر دفتر ننوتي چې تر ډېر محنت وروسته يې په يو مسلک کې ځان ته ځای جوړ کړ، پيسې يې وګټلې او د خپلو محروميو ختمولو سفر يې لا پیل کړی وو چې يوې ځانمرګې مفکورې تر ستوني تېر کړل.

دویمه ځانګړتيا دا وه چې دوی ټول سياسي کارکنان ول. له شخصي ګټو پرته يې د خپل قام يا ټولنې په اړه هدفونه او خوبونه درلودل او د دې اظهار يې په مختلفو وختونو کې په مختلفو طريقو کول.

د دوی له فکر سره اختلاف ممکن وو خو د دې پخو يا خامه فکرونو تر شا يوه اوږده مبارزه وه، يوه سياسي روزنه وه، جلسې، مظاهرې، چاکنګ او چیغې وهل وو.

په رښتوني سياست کې نظريه او د هم دغې نظريې خورول يو کړاو لرونکی عمل وي چې دوی تر تېر شول او لا هم تېرېدل.

که تاسو پر ګوګل لټون وکړی نو دغه وژل شوې څهرې به ووينئ چې چيرته به د لادرکه کړل شوو کسانو د موندولو په اړه احتجاج کوي، چېرته به د مارشلا پر ضد شعارونه ورکوي، چېرته به د دوولسم مې د کراچۍ پر وژنو خبرې کانفرنسونه کوي.

لنډه دا چې دا د روزل شویو سياسي کارکنانو يو سيل وو چې د سترګو په رپ کې د مرګ کندې ته کوز کړل شول.

دا يو پوره نسل وو او بل نسل چې راځي نو هغه به د خپلو تجربو، زده کړو، محروميو او سياسي ماحول په حواله له دې وژل شوي نسله بلکل مختلف وي. له پرونه مې پر زړه د شير علی باچا دغه شعر را اورېږي،

لا يو ګلچين تازه ګلان په کټارۍ و وهي

لا تيار فصل د دهقان چېرته ږلۍ و وهي

لا چېرته ځول په نيمه شپه بلها مرغۍ و وهي

لکه د پوچنۍ کچه کچه غوټۍ و وهي

XS
SM
MD
LG