د لاسرسي ځای

تازه خبر

عزیز: پر بلوچستان د مودي بیان له کشمیره پام اړول دی


د پاکستان وزير اعظم خارجه چارو مشير سرتاج عزيز د هند وزير اعظم نرېندرا مودي د بيان په ردی عمل کې ويلي دی چې په بلوچستان کې ترهه ګرۍ کې د هند لاس دی.

د خارجه چارو وزارات لخوا جاري کړې شوې بيان تر مخه سرتاج عزيز ويلي چې د نرېندرا مودي دا بيان د پاکستان دا دعوی ثابته وي چې په بلوچستان کې ترهه ګرۍ کي د هند عمل دخل دی.

د سرتاج عزيز په وينا چې سږ کال په پاکستان کې ګرفتاره شوی د هند استخباراتي اداري "را" غړیي هم د دې خبرې اعتراف کړی.

دګل/دوشنبې ورځ د هند ازادۍ ورځې لمانځلو پرمهال د دغ هېواد وزير اعظم په خپل خطاب کې ويلي ول چې بلوچستان آزاد کشمير او ګلګت بلتستان خلکو د ترهه ګرۍ خلاف په آواز اوچتولو د هند مننه کړې ده.

نرېندرا مودي دا هم ويلي ول چې پاکستان ترهه ګر د اتلانو په شکل کې وړاندی کوي.

سرتاج عزيز ويلي چې د هند وزير اعظم نرېندرا مودي لخوا داسې بيان ورکول د هند تر انتظام لاندی کشمير کې له حالاتو د دنيا پام بلخوا اړول دي چېرته چې پر پې ګناه ولس د هند پوځ ظلم روان دی.

هغه وويل چې د مودي وینا د خپل حکومت کارکردګۍ او خارجه تګلارو پرځای پر پاکستان د تنقيد په اړه وو.

د خارجه چارو مشير ويلي چې د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې کشميری ولس د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره تحريک چلوي چې د ملګرو ملتونو ادارې سلامتی کونسل ورسره لوظ کړی وو.

يو بل خارجه چارو کار پوه ډاکټر پروفيسر اعجاز خټک مشال رېډيو ته وويل چې دواړو هيوادونو لخوا داسي بيانات په سيمي کې د ناامنې وجه جوړېږي۔ د کشمير مسلې حل د خبرو اترو له لارې دی او که نه وي نو دا ستونزه پرځای پرېښودل پکار ده او دواړو ملکونو ته مخکې تلل پکار دي او د سيمې د امنيت او ترقۍ لپاره ګامونه پورته کول پکار دي.

((دواړو ملکونو کد شمير لپاره خپل او د دې سيمې تعلقات يرغمال کړي دي۔ پاکستان او افغانستان تعلقاتو کې هم د هند مسله ده، داسې سارک هم مخې ته نشي تلایؤ ځکه چې د پاکستان او هند رابطي سمې نه دي۔ نړۍ د ريجنلزم پر لور روانه ده لکه يورپ چې يو شو داسې نور ځايونه دي۔ نو پکار ده چې زموږ خلک له کابله تر ډاکې پورې تګ را تګ کولای او تجارت مو کولای۔ نو داسې به دا سيمه ډېره مخ په وړاندې تللې وه۔ خو موږ ټول وسایل په جنګي سامان ورکوو او امن مو نشته۔ دواړه ملکونه دې د يو بل پرضد بيانونه ورکوي خو نورې معاملې دي نه ايساروي۔ او چې کله دا معاملې مخ پروړاندی ولاړې نو کېدای شي په کشمير او په نورو معاملو هم د دواړو ملکونو رويه نرمه شي.))

خارجه چارو مشير سرتاج عزیز دا هم ویلي چې هند ته اوس دا خبره تسليمول پکار ده چې د کشمير مسلې حل د ټوپک له لارې نه بلکې له سياسي لارې هوارول پکار دی، د نوموړي په خبره په دې برخه کې د پاکستان او هند ترمينځ د سنجيده مذاکراتو ضرورت دی.

XS
SM
MD
LG