فاټا سياسي اتحاد له حکومته غوښتنه کړېده چې د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه دې قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوي سفارشات منظور کړي او فاټا دې زر تر زره د خېبرپښتونخوا برخه وګرځوي.
د نوموړي سياسي اتحاد مشر نثار مومند مشال راډيو ته وويل چې د ډېرو هڅو ورسته حکومت په فاټا کې اصلاحاتو ته اماده شوی او د قبايلي سيمو راتلونکي پحقله يې په صلاح مشورې سره سفارشات تيار کړی دي.
د نوموړي په وينا چې په موجوده وخت کې د جميعت علماء اسلام، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او د فاټا ځینې پارلماني استازو لخوا قبايلي سيمې په خيبرپښتونخوا کې د شاملولو مخالفت کول يو نوی کړکيچ رامينځ ته کول دي.
د نثار مومند په وينا چې ډير زر به په اسلام اباد کې د دغو سفارشاتو مخالفت کونکو پر ضد احتجاجي مظاهره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د تير زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه کې په فاټا اصلاحاتي رپورټ باندې د بحث دوران د جميعت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وينا وه چې که فاټا په خېبرپښتونخوا کې شامله کړل شوه نو د صوبې پوله به د افغانستان تر پولې ورسي او د خېبرپښتونخوا سره سره به بلوچستان هم لانجه من شي.
د جماعت اسلامي د فاټا نايب امير زرنور آفريدی وايي چې د قبایلي سيمو ۷۰ فيصده نه زيات خلک په خېبرپښتونخوا کې شاملېدل غواړي نو حکومت دې د فاټا د اولس د خواهشاتو احترام وکړي.
د قبايلي سيمو د دغو مشرانو د غوښتنو په هکله د اورکزۍ ايجنسۍ نه منتخب د پارلمان استازی غازي ګلاب جمال وايي چې په قبايلي سيمو کې اولس ته بنيادي حقونه نه دي ترلاسه، لومړی دې حکومت خلکو ته روز ګار ورکړي، د تعليم او صحت سهوليات دې ورته برابر کړي نو له هغې ورسته دې بيا د نظام خبره کوي.
په فاټا کې د اصلاحاتو لپاره وزيراعظم نواز شريف تېر کال د سرتاج عزيز په مشرۍ کې پنځه کسيزه کميټي جوړه کړې وه. يادې کمېټۍ د قبايلي سيمو له دورو ورسته خپل تيار کړې سپارښتنې د ستمبر په نهمه نېټه قامي اسمبلۍ ته د بحث لپاره وړاندې کړې. په دغو وړانديزونو کې ويل شوي دي چې قبايلي سيمې دې په مرحله واره ډول په خېبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي.
دا دې هم ياده وي چې قبايلي سيمې په اوو اېجنسو او شپږو نیمه قبایلي سیمو ( ایف ارز ) مشتملې دي او د سيمو د پارلماني استازو په وينا چې ابادي يې د يو کروړ نه زياته ده.