د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اڅکزی او فضل الرحمان دې د فاټا اصلاحاتو مخه نه نيسي"


د قبايلي سيمو اصلاحاتو لپاره، پښتنو سياستوالو د پارلمان مخې ته مظاهرې هم کړې وي
د قبايلي سيمو اصلاحاتو لپاره، پښتنو سياستوالو د پارلمان مخې ته مظاهرې هم کړې وي

د ټولو قبايلي سيمو سياسي اتحاد په خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو د ورګډولو مخالفو ګوندونو څخه غوښتنه کړې چې په دې بهير کې دې ځنډ نه پيدا کوي.

د محمود خان اچکزي په مشرۍ پښتنوخوا ملي عوامي ګوند او د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ جمعيت علمای اسلام دريځ لري چې يا دې قبايلي سيمې په همدې شکل پرېښودل شي او يا دې هم ځانله صوبه کړل شي.

د ټولو قبايلي سيمو يا فاټا سياسي اتحاد مشر نثار مومند نن مشال ريډيو ته وويل چې دغه ګوندونه بايد خپلې نيوکې بس کړي. هغه له حکومته هم وغوښتل چې د يادو ډلو او نورو محالفو سياستوالو سره هم په دې اړه خبرې وکړي تر څو د هغوی اعتراضونه ختم شي.

((پارليمان کې ناست د قبايلي سيمو استازي بايد د نيوکو کوونکي سياستوالو سره کښېني او د هغوی مخالفتونه ليري کړي. که رښتيا هم حکومت له قبايلو څخه ايف، سي، آر ختمولو غواړي او دغه سيمې له اونسي حالت څخه ويستل غواړي نو بايد د ټولو خلکو ډاډ ترلاسه کړي.))

نثار مومند
نثار مومند

د فاټا اصلاحاتو په نامه ځيني وړانديزونه پارليمان ته وړاندې شوي او د قبايلو ځيني سياسي مشرانو او قومي مشران هيله لري چې د بحث وروسته به په قانون بدل شي. دې وړانديزونو کې راغلي چې قبايلي سيمې دې په مرحله وار شکل خيبر پښتونخوا کې شاملې شي.

د حکمران ګوند غړی او په پارليمان کې د باجوړ استازی، شهاب الدين خان بيا مشال ريډيو ته نن وويل چې د قبايلي سيمو د حیثيت د بدلولو په اړه بحثونه بده خبره نه ده خو د دې کار مخه نه شي نیولی.

هغه زياته کړه: (( يقين لرم چې تر دوو مياشتو به د قبايلي سيمو د آيني حيثيت په اړه به حتمي فیصله وشي.))

ياده دي وي چې په قبايلي سيمو کې اصلاحاتو لپاره وزيراعظم نواز شريف تير کال د سرتاج عزيز په مشرۍ کې پنځه کسيزه کميټي جوړه کړې وه. يادې کمېټۍ د قبايلي سيمو د دورو وروسته خپل تيار کړي وړانديزونه د ستمبر په نهمه نيټه قامي اسمبلۍ ته د بحث لپاره وړاندې کړل. لا تر اوسه پورې پر دې وړاندیزونو حتمي بحث نه دی شوی او د قبايلو مشران وايي چې د پارليمان غړو ورته ډير پام نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG