امريکا دفاع وزارت په پاکستان کې پر ښځو د تشدد مخنيوي او هغوی ته د برابرۍ په بنياد انصاف ورکولو او خودمختیارۍ لپاره د ملګرو ملتونو ښځو ادارې سره د درې اعشاريه پنځه میليون ډالرو پر یوه لوظنامه لاسليک وکړ. دغه پیسې به د پاکستان په درې واړو صوبو پنجاب، سیند او بلوچستان کې د ښځو خير ښېګړې لپاره کارول کېږي.
د ملګرو ملتونو ادارې (يو اېن وومېن) وياندې فاريه سلمان مشال راډیو ته وويل، چې دا تړون درې کالو لپاره د يو ازمويښتي منصوبې په حیث شوې، چې ښځو ته پر هغوی د تشدد خلاف پوهه انصاف ورکول او هغوي د دې جوګه جوړول وي چې خپل ځان لپاره په ټولني کې آواز وچتولې شي۔د منصوبي په وړومبۍ مرحله کې به د دري واړو صوبو په پنځه ضلعو کې د ښځو د مسلو په اړه سروې کولې شي.
(موږ په دې تفصيلي معلومات نه لرو چې ايا دا قسمه کېسونه کوم کوم ځايي دي او څومره دي۔ بل به دا ګورو چې ښځو ته انصاف ورکونکې کومې ادارې لکه پوليس عدالتونه وغيره د ښځو کېسونه او د هغوي مسلې حل کولو څومره صلاحيت لري۔بيا د هغې ورستو بي دې ته هم پام کولی شي چې د ښځو تحفط لاپره کوم مرکزونه او يونټ جوړ دي هغه اوس په کوم حالت کې دي او هغه د ښځو خير ښېګړې لپاره بيا څنګه په کار راوستل شي۔او ټولو مهمه دا چې په ټولنه کې به پر ښځو د تشدد خلاف پوهه هم خوروو.)
بل خوا د بشري او ښځو حقونو لپاره کار کونکې ادارې عورت فاونډيشنوياند عاصم ملک وائې چي نن سبا حالاتو کي چې په ښځو زور ظلم کول زيات شوې دې د داسې قسمه منصوبو ډير ضرورت دې ځکه چې کله يو معاشره مخ په وړاندې بوتلل وي نو هلته ښځوو ته د هغوي بنيادي حقونه او ورسر ه ورسره هغوي د خپلو حقونو نه خبرول ډير ضروري شي.
د يو اين وومن وينا تر مخه چې پنجاب سند او بلوچستان صوبه د د منصوبې لپاره ځکه ټاکل شوې دي چې دلته په کورنې جنګ جګړو او پر ښځو د تشدد کېسونه زيات مخې ته راځي.
خو کله مو چې په دې اړه د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ او قامي وطن ګوند غړې معراج همايوں نه تپوس وکړو نو هغې وويل چې په ښځو تشدد په خېبر پښتونخوا او فاټا کې هم کم نه دی نو باید په دې سیمو کې هم دا رنګ پروګرامونه پیل شي.
د يو ايس اېډ او ورلډ اکنامک فورم يو رپورټ مطابق دا وخت پاکستان صنفي برابرې او دښځو له خود مختاري ورکولو په ۱۴۵ ملکونو کې په ۱۴۴ نمبر دې۔د پاکستان غير سرکارې ادرو د رپورټونو تر مخه په پاکستان کې په زيات شمېر کې ښځې د غيرت په نوم وژنو او د کورنې جنګ جګړو کې د تشددښکار کېږي.