د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسیايي پرمختیايي بانک د پاکستان باشا ډېم ته له پیسو انکار وکړ


اسیايي پرمختیايي بېنک ديامر باشا ډېم منصوبې لپاره د پيسو له ورکولو انکار کړی دی۔ د اسیايي ترقياتي بېنک مشر ويلي دي چې دا یوه ستره پروژه ده او ډېرې پیسې ورته پکار دي.

په اسلام اباد کې د مرکزي اسیا علاقايي اقتصادي همکارۍ تر غونډې ورستو د خزانې له وفاقي وزير اسحاق ډار سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د اسیا پرمخیتايي بېنک مشر تاکي هيکو ناکاو وويل چې د باشا ډېم تعمیر بشپړولو لپاره یې له پاکستان سره هېڅ دول تړون نه دی کړی.

نوموړي زياته کړه چې د ديامر ډېم فزيبلټې رپورټ يو ايس ايډ جوړولو او بل دا چې دا د پاکستان د توانايي او اوبه خور ضرورتونه پوره کولو لپاره مهمه منصوبه ده۔نو د دې منصوبې فنډنګ لپاره د نورو همکارانو نه هم مرستې اخيستل پکار دي۔

د بېنک مشر زياته کړه چې موږ تر اوسه پورې منصوبې لپاره د پېسو ورکولو څه فيصله نه ده کړې ځکه چې دې لپاره د ډېر رقم ضرورت دې خو ممکنه ده د چې ایشيایي ترقياتي منصوبې په راتلونکې مرحله کې د دې لپاره په فنډ مختص کولو غور وشي.

خو بل خوا د واپدا پخوانې چيېرمېن شمس الملک وايي چې د حکو مت د غلطو پاليسو له وجې ملک کې د توانايي بحران روان دې او ملک کې بجلي پوره کولو لپاره د پټرولو او کولي نه په ګران نرخونو بجلي جوړيږي خو په ډيمونو په سنجيده توګه کار نه کېږي۔يا خو دا ډيمونه د سياست ښکار شې او يا د غلطو پالېسو خو زيان يې هم ولس ته رسي.

يو بل اقتصادي چارو کار پوه او اسلامک يونيورسټئ اقتصادياتو دڅانګې مشر ډاکټر معراج الحق مشال رېډيو ته وويل چې د نړيوال بېنکونو او ادارو يو ملک ته د فنډ ورکولو څه شرطونه کېدي شي چې پاکستان په هغه شرطونه پوره نه وي ځکه د فنډ نه يي انکار کړې خو پاکستان حکومت له دا منصوبه هم داسې پريښودل نه دې پکار بلکې دې لپاره څه متبادله لاره راويستل پکار دې ځکه چې دا منصوبه د ملک و قام بهترئ او پر مختګ لپاره ډيره مهمه ده.

ياده دې وي چې ديامر بهاشا ډيم شپېته لکه ايکړا اوبو ګنجايش لري۔او څلور زره 500 ميګا واټه بجلي پيدا کولې شي۔د څه د فنډ لپاره چې پاکستان دوه کاله وړاندې نړيولا بينک سره رابطه کړې وه خو د پاکستان د هند نه اين او سي د نه اخیستو له وجې وجې پدې رابطو کې ناکامه شوي وو.

XS
SM
MD
LG