د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې به د حرفوي زده کړو د مرکزونو شمېر دوه برابره شي


لوګر: د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل د لوګر والي محمد حلیم فدایي سره ویني
لوګر: د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل د لوګر والي محمد حلیم فدایي سره ویني

د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت چارواکي وايي، چې په هېواد کې د بیکاری د کچې د ټیټولو لپاره به د حروفوي زده کړو د اوسنیو مراکزو شمېر دوه برابره کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل په لوګر کې د حرفوي زده کړو د مرکز لپاره د نوې ودانۍ د کار پیلیدو په ځای کې په خپله وینا کې وویل هڅه کوي، چې د کار او کسب د زده کړو پدې مرکزونو کې تر ۳۵ سلنې پورې معلولین او ښځې جذب کړي، چې دوی هم په اقتصادي لحاظ پر خپلځان بسیا وکړي.

نسرین اوریاخېل وویل، د دوی وزارت دهېواد په کچه د بې کارۍ د لمنځه وړلو لپاره د ډېرو حرفوي مرکزونو د تاسیس په هڅه کې دی او د لوګر پروژه يې یوه بېلګه ده.

د دې په وینا د حرفوي زده کړود ۴۶ مرکزونو تعداد به په یو کال کې ۹۰ مرکزونو ته پورته کړي.

((سږ کال موږ د حرفوي زده کړو مرکزونو شمېر له ۴۶ څخه نوي مرکزونو ته لوړوو، چې پدې کې به د معلولینو برخه ډېره زیاته وي، پدې کې باید معلولین او ښځې تر ۳۵ سلنې پورې حتماً سهم ولري.))

نسرین اوریاخېل وړاندې وویل، د هند دولتلخوا افغانستان ته د معلولینو لپاره یو شمېر بورسونه ورکړل شوي، چې لدې بورسونو به د لوګر معلولینو ته هم برخه ورکوي.

د لوګر والي محمد حلیم فدایي، وویل، د یاد مرکز په جوړولو شل میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ودانیزې چارې به يې د یو کال په موده کې بشپړې شي.

د لوګر والي زیاتوي، مخکې د ۸۶۹۰ کسانو سروې شوې وه، چې کار يې نه لاره او غوښتل، يې مسلکی او حرفوي زده کړې ترلاسه کړي، چې په همدې خاطر يې د دې مرکز جوړیدل پیل کړل.

حلیم فدايي زیاته کړه:

((هغه ځوانان چې غواړي کسب زده کړي، هغوی به دلته روزل کیږي، هغو ته به ټرینینګ ورکول کیږي، له فراغت وروسته به دوی ته هغه وسایل هم ورکول کیږي، چې وکولای شي، تجارت وکړي او لدې لارې حلاله روزي لاسته راوړي، بیکاري یو د هغو ممیدو فکټورونو د بیکارۍ څخه ده، موږ کولای شو د علم، کسب، مهارت او تجارت له لارې د بیکاری کچه راټیټه کړو.))

د لوګر د ولایتي شورا غړی سید قریب الله سادات وايي، په یاد ولایت کې د داسې یو مرکز جوړېدل اړین دي او پدې سره به په اول نوبت کې ۴۰۰ کسانو لپاره د عملي او نظري زده کړو زمینه برابره شي:

((مهمه داده که دوی ته شغل پیدا کیږي، چې د کار زمینه هم ورته برابره شي، دوی ته امکانات پیدا شي، دوی ته بانکونه قرضه ورکړي، وسایل ورته ورکړي داسې نشي، چې شغل زده کړي او بیا ورته کار نه وي، نو د شغل د جوړولو لپاره چې مرکز جوړیږي، بیا باید د کار پیدا کولو لپاره که نور شرایط ورته برابر شي، نو ډېره به ښه وي.))

د لوګر یو قومي مشر سید فرهاد اکبري، وایي، په لوګر ولایت کې د نورو ولایتونو په شان د بې کارۍ کچه لوړه ده، او پدې مرکز کې به ګڼ کسان کار او کسب زده کړي او دوی سره به د کار د وسایلو مرسته وشي:

((باید هره ولسوالۍ کې داسې یو مرکز جوړ شي، ځکه دا ډېره مهمه او د افغانستان د ارامي او پیشرفت لپاره او خودکفايي لپاره ډېر زیات مفید او ګټور دي، تقریباً په لوګر کې پنځوس سلنه ځوانان بیکاره دي، زموږ هیله داده چې د دې ډول پروژو په تطبیق سره به د بیکاري کچه ټیټه شي.))

د یادونې وړ ده په اوس وخت کې په افغانستان کې بې کاري د مهمو ستونځو څخه ده، او کتونکي د روانو نا امنیو یو بنسټیز لامل هم د بیکاری زیاتیدل په ګوته کوي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، تر څو چې پدې هېواد کې اساسي او زیربنايي اقتصادي پروژې پلي نشي او خصوصي سکټور وده ونکړي، یواځې د حکومت په چوکاټ کې به ټولو ته کار موندنه ناشونې وي.

XS
SM
MD
LG