د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې دوه زره کډوالو ته د کورونو لپاره د ځمکو وېش پیل شو


د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې دوه زره کسانو ته د کډوالو په ښارګوټي کې د کورونو د ابادولولپاره د ځمکو وېش پیل شو.

د پنجشبنې په ورځ د لوګر والي محمد حلیم فدایي د کډوالو د یاد ښارګوټي په پرانیست غونډه کې مشال راډیو ته وویل، چې پدې ښارګوټي کې دوه زره نورو کسانو ته هم د کورونو د ابادولو لپاره ځمکه وویشل شوه.

حلیم فدايي زیاته کړه، که څه هم تر اوسه په دې ښارګوټي کې کډوالو ته له ځمکو پرته نورې لازمې اسانتیاوې ندي برابرې شوي، خو دوی هڅه کوي، چې کرار، کرار د کډوالو مشکلاتو ته رسیده ګي وکړي.

حلیم فدايي زیاتوي:

((پس له دریو کلونو هغو راستانه شویو مهاجرینو ته چې لوګر ته راغلي وو، دوه زره نمرې توزیع پیل شوه، په لوګر کې د لومړنیو احصایو مطابق په بهرنیو هېوادونو کې د لوګر تر ۲۱ زره ډېره کورنۍ دي، نورې ستونځې شته، چې وخت پر وخت به هغې ته ځان رسوو.))

د لوګر والي وړاندې وايي، هغو کډوالو ته لومړیتوب ورکوي، چې پدې وروستیو کې لوګر ته ورستنې شوي، خو ټولو بې کوره کډوالو ته يې په ترتیب سره د نمرو وېش په پام کې دی.

​د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي چې د کډوالو د یاد ښارګوټيپرانیست غونډه کې يې برخه لرله وویل، دوی به پدې ښارګوټي کې د شلو زرو کورنیو لپاره چې د اوسیدونکو شمېر به يې دوه لکه کسانو ته ورسیږي، د استوګنې زمینه برابره کړي.

سیدحسین عالمي بلخي زیاتوي:

((دا ښارګوټی اته زره جریبه ځمکه لري، چې درې زره جریبه يې د هغې نقشې پر اساس شته ویشل شوې ده، په ویشل شوې ځمکه کې اته زره کورنیو ته ځای ورکړل شوی دی، او د کډوالو د چارو وزارت د بهترینو ښارګوټو څخه دی، چې په نورو ولایتونو کې موجود دي، پنتځه زره جریبه نوره ځمکه د ښارجوړونې د وزارت د سروې لاندې ده، چې هغو يې نقشه کوي، زما هیله داده چې تر پنځلسو زرو پورې نورو کورنیو ته به هم د دې پروژې په دویمه برخه کې نمرې ورکړل شي، دا ښارګوټی شل زره بیرته راستنیدونکو کورنیو ته ځای ورکولای شي، چې د وګړو شمېر به يې دوه لکو ته ورسیږي.))

بلخوا کډوال وايي چې یواځې د کورونو لپاره د ځمکو په وېش د دوی ستونځې نه هواریږي، ځکه د کور تر څنګ مارکیټ، سړکونه، ښوونځي، روغتونونه او نور د ژوندانه له مهمو ضرورتونو څخه دي.

د کډوالو یو تن مشر ډاکټر صالح وايي:

((ګورئ که تاسو دا ساحه وګورئ، وچه دښته ده، دې کې اوبه نشته، کلینک نشته، مکتب نشته، حتا سرک نشته، موږ لاره نلرو، چې ابادۍ ته پرې ووځو، دا ټول د انسانانو د لومړینو اړتیاوو دي، خو دلته هېڅ هم نشته، نو دې شیانو ټولو ته مهاجرین ضرورت لري.))

لمبات ګل چې د کډوالو یو بل تن مشر دی وویل، که څه هم ولایتي ادارې دوی لپاره د ښارګوټي پرانیسته وکړه، خو لا هم د ښارګوټي یوه برخه ځمکه غصب ده او دوی ته داسې ساحې وویشل شوې، چې هغه د سیلابونو تر ګواښ لاندې دي او دا مهال د اوسیدو لپاره مناسبې ندي.

XS
SM
MD
LG