د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په خلبیسات کې دېرش بستریز روغتون جوړېږي


د دوشنبې په ورځ د خوست د یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ اړوند د خلبیسات په سیمه کې د یو، دېرش بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل شوې.

یاد روغتون چې د عامې روغتیا وزارت له پراختیايي بودجې څخه د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اتلسو میاشتو په موده کې جوړیږي، د یادې ولسوالۍ سربیره د دریو نورو ولسوالیو اوسیدونکي هم ورڅخه د روغتیايي خدمتونو په برخه کې ګټه اخیستی شي.

د خلبیسات د دېرش بستتریز روغتون د ودانیو کار د پیل په مراسمو کې خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډیو ته وویل، چې یاده سیمه له خوست ښاره خواوشا دېرش کیلومتره لیرې پرته ده او اوسېدونکیو يې د خوست مرکز ته د ناروغانو په وروړلو کې ستونزې لرلې.

ده هیله څرګنده کړه، چې د یاد روغتون د فعالیت په پیلیدو سره به د دې سیمې د همجوارو ولسوالیو اوسېدونکي هم د نسبي روغتیايي خدمتونو برخمن شي.

خوست والي زیاته کړه:

''د خلبیسات په سیمه کې دا دېرش بستریز روغتون به د ۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اتلسو میاشتو په موده کې تکمیل شي، امید واره يم چې د دې پروژې په تکمیل سره به زموږ د علیشیرو، تریزیو، د صبریو، یعقوبیو، د باک او ان د ځاځي میدان د ولسونو تر ډېره بریده ستونځې حل شي.''

خوست والي د عامې روغتیا وزرات له چارواکو هم وغوښتل ، چې یاد روغتون ته د ودانیو تر څنګ د طبي پرسونل د تشکیلاتو په منظوری کې هم مرسته وکړي.

ده له ځايي خلکو هم وغوښتل چې د یادې پروژې په ښه تطبیق او د امن په ساتلو کې مرسته وکړي.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رييس ګل محمدالدین محمد هم وايي، چې یاده ولسوالي د خوست ښار څخه په لیرې واټن پرته ده او ځنې وخت به ټپیان او هغه میندې چې د اولاد تکلیف به يې لاره، په مناسب وخت کې به تر روغتونه نه رسېدل.

د خلبیسات د سیمې یو تن قومي مشر هم وايي، چې پخواني کوچني روغتیايي کلینیک د دې پراخې سیمې د خلکو اړتیاوې نشوای پوره کولای، نو د روغتون اړتیا بیخي ډېره وه:

''محمداشرف د خلبیسات اوسیدونکی یم، دلته مخکې موږ یو وړوکی کلینک لاره، خو هغې سره زموږ ستونځې نه حلیدې، ځکه کله به مو چې ناروغان مرکز ته انتقالول، لکه ولادي ناروغی نو داسې به وشول چې مړینه به رامنځته شوه، نو دې اقدام ته موږ ډېر خوښ یو او خدای دې وکړي چې زموږ نوره ستونځې هم حل شي.''

د یادونې وړ ده، څو کاله وړاندې هم په خلبیسات کې د روغتون جوړول په پلان کې ول، خو د ځايي خلکو د اختلاف او امنیتي ستونځو له کبله د روغتون د ودانۍ پروژه د خوست یوې بلې ولسوالۍ ته ولېږدول شوه، خو دا ځل د صبریو او یعقوبیو مشران وايي چې پدې سیمه کې د روغتون جوړیدل د دوی ګډه غوښتنه وه او په ګډه به پدې برخه کې همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG