د پنجشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د پوهنې رییس محمد نسیم واجد د نجونو د فراغت په غونډه کې مشال راډیو ته وویل، چې یادې زده کوونکې د حضرت بلال، بي بي زهره، بي بي خدیجه او فاطمته الزهره له ښوونځيو فارغې شوي دي.
نوموړی وایي، که څه هم دا لومړی ځل دی، چې په پکتیکا کې له دولسمو ټولګیو نجونې فارغیږي، خو تر دې وروسته به هر کال د نجونو د برخې فارغانې ولري، چې شمېر به يې له یو کال نه بل کال ته ډېریږي.
د پکتیکا د پوهنې رييس وايي:
((په پکتیکا کې د څلورو ولسوالیو او د څلورو د نجونو له خاصو لیسو پنځوس نجونې فارغې شوې، دا به لومړی ځل وي چې پکتیکا کې په دومره تعداد نجونې له دوولسمو ټولګیو فارغیږي، دا پروسه به لدې وروسته دوامداره وي او زیاتیږي به.))
له ددولسمو ټولګیو دوې تنې فارغې نجونې وايي، دوی پدې خوشاله دي چې د تعلیم له نظره په یو وروسته پاتې ولایت کې د لیسې له دورې نجونې فارغیږي.
دوی زیاتوي، پدې زده کړو به بسنه ونکړي، بلکې هڅې به يې داوي چې د دې په تعقیب لوړې زده کړې هم سرته ورسوي.
دوی له ټولو کورنیو غواړي چې خپلې خویندې او لوڼې ښوونځیو کې شاملې کړي:
((زما نوم نور اشان دی نن زه د دولسم ټولګي فارغه شوم، زه ډېره خوشاله یم، چې له دومره وروسته پاتې سیمې څخه زموږ اوله دوره ده چې فارغیږو په دومره زیاتو ستونځو او مشکلاتو کې، له دوولسم ټولګي وروسته هم په ارامه نه کینو، کوښښ کوو چې نورې زده کې هم وکړو.
۲-زما د ټولو مشرانو، عالمانو، پلرونو او وروڼو څخه غوښتنه داده چې خپلو لوڼو ته اجازه ورکړي لکه څرنګه چې هلکان يې زده کړې کوي، نجونو حقوقو ته هم په درنه سترګه وویني، له هغو کورنیو چې خپلې لورګانې ښوونځیو ته نه پریږدي هیله داده چې هغوی هم په زده کړو کې یو ځای ته ځانونه ورسوي.))
له دولسمو ټولګیو د نجونو فارغانو د فراغت په ویاړ جوړه شوې غونډه کې پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل، په یاد ولایت کې خلک په فکري ډول د نجونو زده کړو ته اماده شوي دي.
ده د نجونو د زده کړو په مخکې د ښوونځیو د ودانیو کمښت او د ښځينه ښوونکو نشتون د مهمو ستونځو په توګه یاد کړل او زیاته يې کړه، چې ددې ستونځو د حل طرحې يې مرکز سره شریکې کړي دي.
محمدالیاس وحدت وايي:
((دا د پکتیکا په تاریخ کې لومړی ځل وو، چې نجونې له ښوونځیو فارغې شوې، د پکتیکا د ولسونو ذهن او فکرونه بدل شوي دي، دوی غواړي په خپلو نجونو زده کړې وکړي، خو دوی ته تر ټولو لویه ستونځه داده چې دوی ته لازمه زمینه نده برابره شوې، ښوونځي يې ودانۍ نلري، ښځينه ښوونکې نشته او باید له نورو ولایتونو راوستل شي، که له نورو سیمو يې راولې، هغه استوګنځی غواړي او امتیازي معاش غواړي، موږ دا غوښتنه د مرکز سره شریکه کړې ده، یو ځل بیا غواړو ووایو که په پکتیکا کې د نجونو د زده کړو رشد غواړو نو باید پراته خنډونه د دوی له مخې لیرې کړو.))
د عبدالمنان په نوم یو تن دیني عالم چې د پکتیکا په یوسف خېلو ولسوالۍ کې يې د نجونو د زده کړو بنسټ ایښی وايي، د لس کاله پخوا په پرتله د نجونو د تعلیم لپاره ښې زمینې برابرې شوي او کورنۍ باید دې لوري ته تر دې زیاته پاملرنه وکړي:
((دوولس کاله مخکې چې به چا د نجونو د تعلیم خبره کوله په هغوی به د کفر فتواوې صادریدلې، د ناپوهۍ څخه پوهو خلکو دا کار نه کاوه، په ډېر کم وخت کې دوولس کاله وروسته موږ برعکس یو داسې کار وینو، چې د دولسم فارغینې ورکوو، موږ په پکتیکا کې د دوی په مخکې کوم خنډ ندی لیدلی، هر څوک دا هڅه کوي، چې علم عام شي، په نر او په ښځه باندې شي، تر څو چې هېواد مو اباد او د خدای ج رضاء ترلاسه شي.))
یاده دي وي، دا مهال په پکتیکا ولایت کې د نجونو ۲۹ بابه ښوونځي فعال دي او زرګونه نجونې زده کوونکي پکېزده کړې ترسره کوي.
د پکتیکا ولایت چارواکي ټينګار کوي، چې په یاد ولایت کې به د نجونو د زده کړو لپاره تر اوس ښه او مناسب شرایط برابر کړي.