د لاسرسي ځای

تازه خبر

جسټس اصف وايي د پاناما اسنادو مقدمې اورېدنه به هره ورځ کوي


د پاکستان سپریم کورټ
د پاکستان سپریم کورټ

عدالت د پاکستاني وزير اعظم نواز شریف له وکيله غوښتنه وکړه چې د درو پوښتنو ځوابونه دې تر سبا عدالت ته وړاندې کړي.

اسلام اباد: د پاکستان سپريم کورټ ويلي دي چې د حکومت او اپوزېشن ګوندونو ترمنځ د پانامه اسنادو مقدمې اورېدنه به اوس هره ورځ کوي.

دا له هغه وروسته ده چې د ججانو نوې پنځه کسیزه جرګګۍ د جسټس اصف سعید کهوسه په مشرۍ کې د جنورۍ پر څلورمه له سره د یادې مقدمې اورېدنه وکړه.

عدالت د پاکستاني وزير اعظم نواز شریف له وکيله غوښتنه وکړه چې د درو پوښتنو ځوابونه دې تر سبا عدالت ته وړاندې کړي.

په دې درو پوښتنو کې دا وو چېنواز شريف کله وزير اعظم جوړ شوی ، کله له ملکه اېستل شوی وو او پر کومو عهدو پاتې شوی دی؟

د اورېدنې د پیل پر وخت جستس آصف کهوسه وویل چې اوس به دا مقدمه ځنډولو ته نه پرېږدي او په هره ورځ به یې اورېدنه کوي.

د تحريک انصاف ګوند وکيل نعيم بخاري عدالت ته په خپلو دلیلونو کې وويل چې وزير اعظم پارليمان ته په خطاب کې په قطر کې د سرمايه کارۍ هيڅ خبره نده کړې او د وزير اعظم بچیو هم غلط بياني کړې ده.

نعيم بخاري وویل چې وزير اعظم ويلي وو چې د سعودي عرب په جده کې یې د اسټيل مل تر خرڅولو وروسته په هم هغو پېسو په لندن کې کورونه اخیستي وو خو د نعیم بخاري په وینا ، په دې اړه داسې هیڅ سند نشته چې د وزیراعظم لاس لیک پرې شوی وي.

هغه وویل چې که د قطر د شهزاده لیک له منځه و اېستل شي نو ټوله مقدمه به څرګنده شي.

د قطري شهزاده لیک کاږي چې د لندن کورونهپه ۱۹۹۸ م کال کې د نواز شریف پلارمیا محمد شریف اخیستي وو خو حکومتي اسناد ښيي چې یاد کورونه د دبۍ اسټیل مل په پیسو اخیستل شوي وو.

د عدالتي جرګګۍ یو غړي نعم بخاري ته وویل چې دا به اوس دوی ثابتوي چې تر ۲۰۰۶ وړاندې له ملکه دباندې کمپنۍ د وزير اعظم د اولادونو په ملکيت کې وې.

جسټس آصف کهوسهوويل اوس به دا کتل کېږي چي ایا وزير اعظم نواز شریف له خپلې عهدې ناوړه استفاده کړې ده او که نه؟

د یادې مقدمې اورېدنه به د جنورۍ پر پنځه دوام ولري.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۶م کې د چيف جسټس انور ظهير جمالي په مشرۍ کې جرګګۍ د دې مقدمې لس اورېدنې کړې وې.

قانون پوهان وايي چې په کومه عدالتي جرګګۍ کې یو غړی له خپلې دندې لاس پر سر شي نو بیا هغه جرګګۍ کار جاري نشي ساتلای بلکې له سره به جوړېږي.

XS
SM
MD
LG