د لاسرسي ځای

تازه خبر

الیاس وحدت: که ځوانان کار غواړي، عصري ټکنالوژي دې زده کړي


« په اوسني وخت کې د شخصي او حکومتي چارو پرمخ بېول له پرمختللې ټکنالوژی سره تړلي دي او که کوم څوک له دې ټکنالوژی سره بلد نه وي، نو دا چارې په سمه توګه نه شي سمبالولی او دا ډول کسانولپاره د دندو پیدا کول هم ورځ تر بلې ګرانیږي.» یادې څرګندونې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت په خوست کې د ځوانانو په هغه غونډه کې وکړې، چې د لنکن ښوونیز مرکز د کمپیوټر له څانګې څخه د لسګونو ځوانانو د فراغت په ویاړ جوړه شوې وه.

ښاغلي وحدت وویل، زده کړو په ځانګړي ډول د معاصرې ټکنالوژی سره د ځوانانو د بلدولو لپاره د برنامو جوړول او د لازمو زمینو برابرول د دولت مکلفیت دی، چې باید ترسره يې کړي.

مجمدالیاس وحدت زیاته کړه:

((په معاصر وخت کې نه یواځې دولتداري بلکې ټول کاروبار دا د عصري ټکنالوژی سره تړل شوی، که موږ غواړو شخصي کاروبار ولرو، که غواړو دولت کې کار وکړو، یا په خصوصي ادارو کې کار وکړو، نو باید د ټکنالوژی سره بلد وو، که بلد نه وو، نو موږ ته څوک د کار موقع نه راکوي، نو دا هغه شرایط دي، چې باید ويې لرو، نو د ځوانانو لپاره د داسو زمینو برابرول پر موږ یو پور دی.))

د لنکن ښوونیز مرکز دا ځل د کمپیوټر له څانګې په پنځلسمه دوره کې اویا تنه ځوانان په وړیا ډول له شپږ میاشتنیو زده کړو فارغ کړل.

د یاد مرکز مشر نصیراحمد روښان وايي، چې دوی په خپلو برنامو کې هغو ځوانانو ته د کمپیوټر او انګلیسي ژبې د زده کړو زمینې برابروي، چې بې وزله وي او په ښار کې د زده کړو د مالي لګښت توان ونلري.

د غونډې ګډونوال
د غونډې ګډونوال

نصیراحمد روښان زیاتوي:

(( ډیری هغه ځوانان چې پدې شپږ ماشتنۍ دوره کې نیول کیږي، بیوزله او ناچاره خلک دي، بنا پردې لنکن مرکز هڅه کوي، چې دا ډول ځوانانو ته په یاد مرکز کې د زده کړو زمینه برابره کړي.))

د کمپوټر زده کړو د یاد شپږمیاشتني پروګرام فارغان هم پدې خوښ دي، چې اوسمهال يې په کمپیوټر د رسمي او دفتري چارو د پرمخبیولو توانايي ترلاسه کړه.

د کمپوټر زده کړو یو زدکونکی حسن الله محبت وايي:

(( خپله مې مخکې د کمپیوټر زده کړې نه وې کړې، لدې وروسته کولای شم چې خپلې ادارې او رسمي چارې په کمپیوټر سرته ورسوم.))

د چارو کارپوه عزیزالله ځلاند هم د معاصرې ټکنالوژي د زده کړو پر اړتیا ټېنګار کوي او وايي، که له ټکنالوژی سره اشنا نشو، نو د ښېګڼو او اسانتیاوو مازې یادونه به يې ګټوره نه وي:

((معاصره ټکنالوژي معاصر ژوند موږ ته راښيي، که چیرې له دې سره اشنا نه شو، نو چې هر څومره د معاصرې نړۍ د دې ټکنالوژی له ښېګڼو خبرې کوو، هغه خبرې به نیمګړې وي او ګټه به يې کمه وي.))

د یادونې وړ ده که څه هم دا مهال په خوست ښار کې په خصوصي او شخصي ډول لسګونه ښوونیز مرکزونه فعال دي، چې د خوست په ګډون د نږدې ولایتونو زرګونه ځوانان په کې زده کړې کوي، خو د لنکن ښوونیز مرکز په شان ځنې نور بنسټونه هم شته، چې هغو نجونو او هلکانو ته يې د بیلابیلو زده کړو زمینې برابرې کړي، چې په اقتصادي لحاظ کمزوري دي، خو له زده کړو سره يې مینه او علاقه موجوده ده.

XS
SM
MD
LG