د دوشنبې ورځې په مازدیګر د خوست د امنیه قومانداني اداري مرستیال یعقوب بریمن د جنازې زرګونو ګډونوالو له افغان حکومته، په ځانګړي ډول له ولسمشر محمد اشرف غني وغوښتل، چې د یاد افسر د غوره خدمتونو د ستایلو په خاطر دې هغه ته د جنرالۍ عالي پوځي رتبه ورکړي.
د جنازې ګډونوالو د افغان حکومت او د کندهار له چارواکیو دا هم وغوښتل، چې د سمونوال یعقوب د وژنې پېښه دې وڅېړل شي او نتیجې دې له دوی سره شریکې کړل شي.
هغوی ګواښ وکړ، که د بریمن د ترور مساله روښانه نه شي، نو دوی به په پراخو مدني حرکتونو لاسپورې کړي.
متقاعد جنرال ګل نواز چې د جنازې له ګډونوالو وو، وویل، چې د خوست په ډاډمن امنیت کې د یعقوب بریمن مهمه ونډه وه او دوی غواړي، چې ولسمشر ورته د جنرالی عالي پوځي رتبه ورکړي.
متقاعد جنرال ګل نواز وايي:
((دی د ډېرو برجسته جنرالانو هم برجسته افسر وو، د ده په وجود کې په خوست کې عام وتام امنیت وو، زه د وزارت دفاع، وزارت داخله، امنیت شورا او په خپله د رييس صیب جمهور اشرف غني نه مې دا غوښتنه ده، چې دا سړی دې فوق العاده جنرال کړي.))
قومي مشر حاجي جلندرشاه پوښتنه کوي، یعقوب بریمن چې د یکشنبې په ورځ په شخصي جامو کې په الوتکه کې کندهار ته تللی وو، سره لدې چې هلته چا نه پېژانده، څرنګه په څو شیبو کېترور شو.
حاجي جلندرشاه زیاتوي:
((زموږ په زړه کې دا یو درد دی چې زموږ یو ډېر رسیدلی افسر چې ټول خوست يې ساتلی وو او خوستوالو پرې سخت زړونه بد دي، دی کندهار ته تللی وو، په کندهار کې په یوه دقیقه کې مړ شو، موږ ته پدې پيښه کې سخته اشتباه ولاړه ده، موږ د کندهار د والي صیب، قوماندان صیب او په خپله اشرف غني صیب څخه دا هیله ده چې د دې پيښې علت راته مالوم کړي، چې دی څرنګه په یوه دقیقه کې په شخصي لباس کې ووژل شو.))
حاجي میربازخان هم د یعقوب بریمن د ترور د مسالې د سپیناوي غوښتنه کوي:
((ده شپه او ورځ د خلکو لپاره د کوره بیدیا تېره کړې ده، هر وخت يې د وطن لپاره خدمت کړی، د وطن لپاره يې کار کړی دی، زموږ دا ارزو ده د کندهار له والي نه، د امنیه قوماندان نه په خپله اشرف غني نه چې دی څنګه په شخصي کالیو کې ناڅاپه ترور شو.))
مدني فعال نصیر احمد روښان د جنازي د ګډونوالو له اړخه ګواښ وکړ، کچیرې د سمونوال یعقوب بریمن د وژنې عاملین ونه نیول شي، نو په خوست کې به ولسونه په لاریونونو لاس پورې کړي.
روښان وړاندې وايي:
((که افغان دولت د دې شهید قاتلین پیدا نه کړي، د خوست ولسونه حق لري چې د اساسي قانون او نورو قوانینو د احکامو په رڼا کې خپلو مدني فعالیتونو ته دوام ورکړي، لاریونونه به راوباسي، غونډې به وکړي او دولت ته به ثابته کړي، چې د مدني حرکتونو له لارې خوستوال کولای شي، چې خپل شهید ته حق وغواړي.))
د یادونې وړ ده، د خوست د امنیه قوماندانی اداري مرستیال سمونوال محمدیعقوب بریمن د یکشنبې په ورځ ماسپښين لږه وخت وروسته له هغه ووژل شو، چې په شخصي لباس کې د کندهار له هوايي ډګر څخه ووت.
دا چې یعقوب بریمن د خوست په امنیه قوماندانی کې د مرستیالی تر کچې دنده ترسره کړې وه، تر ډېره يې خلک له راشه درشه او سلکوک څخه خوښ ول، پخوا هم د خوست اوسیدونکو له مرکزي حکومت څخه یعقوب بریمن ته د جنرالي رتبې غوښتنه کړې وه.