د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت اسلامي د فاټا اصلاحاتو لپاره لاريون پيل کړ


د قبايلي سيمو آييني حیثيت بدلولو لړ کې بېلابېلو سياسي ګوندونو دې وروستيوو کې غونډې او جرګې کړې دي. ځيني ګوندونه او سياستوال په خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو د شامالولو ملاتړ کوي خو ځينې نور په دې اړه اندېښنې لري.

د خيبر پښتونخوا په حکومت کې د تحريک انصاف ګوند سره شريک، جماعت اسلامي ګوند نن په پېښور کې قبايلي سيمې له خيبر پښتونخوا سره یو ځای کولو او د ايف، سی، آر قانون ختمولو په لړ کې د ګورنر هاوس مخې ته درې ورځنۍ احتجاجي ناسته پيل کړه.

د قبایلي سیمو لپاره د یاد ګوند امیر ((سردار خان)) پرون مشال راډیو ته په دې اړه وويل چې ايف، سي، آر قانون بايد زر تر زره ختم شي. د هغه په وينا که قبايلي سيمې خيبر پښتونخوا کې شاملې شي نو ورسره به د قبايلو خک ترقي وکړي. نوموړي زياته کړه: ((قبايل له ۱۹۴۷ کال څخه تر اوسه پورې له بنيادي حقونو محرومه دي. تور ايف، سي، آر قانون په خلکو عملي کيږي نو موږ ځکه د دې مياشتې له شپږ ويشتم څخه تر اته ويشتم تاريخ پورې د ګورنر هاوس مخې ته د احتجاج په ډول کښېنو.))

ويډيو: قبايلي سيمو کې د خيبر پښتونخوا ورګډولو ملاتړ کوونکي

"جرګه مو د دې لپاره ده، چې فاټا په خیبر پښتونخوا ورګډه کړل شي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:07 0:00

د یادونې ده چې د فاټا اصلاحاتو لپاره حکومتي کمیټي، فاټاسیاسي اتحاد او زیاتره سیاسي ګوندونه یادې سیمې د خېبرپښتونخوا سره د یوځای کولو غوښتنه کړي خو جمعیت علماء اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند بېل نظر لري.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي چې په دې اړه هره فیصله بايد د قبايلي سيمو له خلکو څخه تر پوښتنې وروسته وشي. په دې لړ کې د پاکستان حکومت يوه کمېټې هم جوړه کړې وه. دې کمېټې د بېلابېلو قبايلي سيمو تر سفرونو وروسته وړانديز کړی وو چې دا سيمې دې په مرحله وار شکل خيبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي.

ويډيو: پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي د فاټا حيثیت دې له قبايلو تر پوښتنې وروسته وشي.

د اصلاحاتو درې وړاندیزونه خو کېږي به د ولس په خوښه: اڅکزی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

XS
SM
MD
LG