په یاده ادبي او هنري دستوره کې د پکتیکا د شاعرانو،فرهنګیانو او هنرمندانو سربیره د غزني او پکتیا ولایت یو شمېر ځوانو شاعرانو هم برخه اخیستې وه.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت په خپلو خبرو کې دا ډول هنري او کلتوري دستورې د ځوانانو او بیلابیلو سیمو د فرهنګیانو تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا او د ځوانو فرهنګي استعدادونو په سپړلو کې اغېرمنې وبللې.
ښاغلي وحدت شاعران د انساني عواطفو او احساساتو لېږدونکي وبلل.
د پکتیکا والي زیاته کړه:
((د غزني ملګرو، د پکتیا ملګرو دوی ټولو ته هرکلۍ وایو، د دوی دا عواطف به دا وطن جوړوي، دا عادي انسانان نه دي، شاعران عام خلک نه دي، دا پیغام لېږدونکي دي، د احساساتو لېږدونکي دي، د روحیاتو ورکوونکي دي، دا د انسانیت جوړونکي دي.))
په دې ادبي دستوره کې د یاران ادبي دېرې له اړخه داد محمد ناوک خبرې وکړې او ويې ویل، چې د دوی بنسټ د پکتیکا د فرهنګي ځوانانو له مینځه نوی جوړ شوی، چې له دا ډول هنري او ادبي پروګرامونو سربېره د کتاب په بڼه يې د یو شمېر علمي او ادبي اثارو چاپ او خپرول هم تر لاس لاندې دي.
دادمحمد ناوک وړاندې وویل:
((څو میاشتې وړاندې فرهنګي ملګري سره راټول شول او پدې ولایت کې يې په اصطلاح دا فرهنګي مرکز يې پرانیست، چې هم فرهنګي فعالیتونه کوي او هم به د فکري بدلون لپاره کار کوي، یاران ادبي دیرې تر اوسه پورې غړوندی لومړنی چاپي اثر دی، چې د دوی لخوا نه چاپ شوی دی، دویم کتاب يې تفکر نومیږي او په دوه نورو کتابونو کار روان دی، دا ډول ناستو سره په اول ګام کې اړیکې پیاوړي کیږي، مجبور یو چې له یو بل سره نږدې واوسیږو او تحمل ولرو، کیدای شي، دلته داسې خبرې وشي، چې د چا له ذوق سره برابرې نه وي، اما تکرارً وایو چې باید اوریدل هم زده کړو.))
د جوړ شوي یاد غزلیز ماښام په اوږدو کې یو شمېر هنرمندانو او سندرغاړو سندرې هم وویلې، همدرانګه د پکتیکا، پکتیا او غزني ځنو شاعرانو خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه، نظمونه، غزلې او بیتونه واورول، چې ګډونوالو د پروګرام تر پایه دوی په چکچکو او تودو ولولو بدرګه کول.
د څو تنو شاعرانو د بیتونو او شعرونو بېلګه:
((بې پامه ورته پام شي، د سړي په دروازه کې
پدې کور کې یو څوک ده، زړونه وړي په دروازه کې
بس خدای خبر پدې کې به لا کومه فلسفه وي
جوړ کړي يې، واړه واړه سوري په دروازه کې.
۲-په تبسم يې شونډو اور واخیست
ملګرو اوس يې ایله سور واخیست
او ما ترې یوه کوکۍ اخیستې نه وه
هغې تمام کلی په شور واخېست.
۳-له شوقه به لمر ورو، ورو لویدلو په پنسل
تصویر د هغه جسم چې کاږلو يې په پنسل
د خپل ښایست په قدر جانان ډېر ښه پوهیده
د پوزې سر يې هر وخت يې موښلو په پنسل.
۴-موږ مساپرو داسې ځای لره، پناه وړې وه
دروازې وې، د دروازو شاته کورونه نه وو
حسن ویل، چې دا کاروان په موږ مه راولئ
ستاسو سینو کې چېرته مینه وه ،چې زړونه نه وو.))