د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پکتیکا وچې او سپیرې دښتې سمسوروو'


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، دوی د کرنیز سیستم د ښه والي لپاره د اوبو د کانالونو، وړو بندونو او بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش په نویو پروګرامونه کار کوي، تر څو په یاد ولایت کې د کرنیزوحاصلاتو اوسنۍ اندازه زیاته شي.

د چارشنبې په ورځ د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د بزګر د ورځې په لمانځغونډه کې وویل، یاد ولایت پراخې هوارې دښتې لري، چې د کرنې لپاره مناسبې دي.

د نوموړي په وینا د ځايي بزګرانو پر وړاندې تر ټولو ستره ستونزه داوبو کموالی دی چې د دوی په خبره د همدې ستونزې د هواري لپاره يې د اوبو د یو شمېر بندونو او کانالونو پر جوړولو کارونه پیل کړي دي.

د پکتیکا والي زیاتوي:

"د اوبو کنټرول زموږ د مدبر ولسمشر پام دی، پکتیکا څومر پراخې دښتې لري، خو خړې پړې دي، پدې چې اوبه نه لري، اوس افغان حکومت د اوبو کنټرول ته ستره پاملرنه کوي، سږ کال چې څلور زره جریبه ځمکه په پکتیکا کې په باغونو بدلیږي، پدې کې به لس قسمه میوه دارې ونې کېنول کیږي، تر دې وروسته به موږ په زراعت هم پوهیږو، په زعفرانو هم پوهیږو، په ثوابینو به پوهیږو او په ونو به هم پوهیږو."

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت

د پکتیکا د کرنې ریاست سرپرست رييس محمد نظیر بزګرانو ته د زغفرانو ورکول، هغوی ته د نیالګیو وېش،د یو شمېرقوریو جوړول د هغه څه په توګه یادوي چې د کرنې ریاست ترسره کړي دي.

محمدنظیر وړاندې وايي، په راتلونکې کال کې به د کرنې ریاست په باغونو کې کېنول شوي نیالګي پر بزګرانو ته وویشل شي، چې یاد نیالګي به د پکتیکا خپل وي او نتیجه به یې هم تر یوه بریده ډاډمنه وي.

د کرنې سرپرست رييس وايي:

"په راتلونکې کال کې به موږ ونې د کرنې د ریاست څخه توضیع کوو، لدې سربیره موږ شل زره مثمر نهالونه لرو، چې په هغه کې زردالو، شفتالو، بادام او مڼه هم په کې شامله ده، دا به هم پر بزګرانو وویشو."

په ورته مهال کې د پکتیکا بزګران وایي چې تر پخوا دوی ته د ځايي ادارې د چارواکو توجه ډېره شوې او کرنیز پیداوار کې يې هم ډېروالۍ راغلی دی.

دوی زیاتوي، که د ځمکو لپاره يې د اوبو ستونزه حل شي، نو یاد ولایت به یوه پراخه کرنیزه سیمه بدل شي.

په دې اړه یو تن بزګر وویل:

"دا له درې کلونو راهیسې ځنې باغونه زراعت راکړي دي، چې موږ او تاسو اوس يې په پاللو لګیا یو، امید خدای ج ته لرو چې دوه کاله وروسته به د دې ثمره هم ووینو، د زراعت وزارت نه مو غوښتنه داده چې هغوی دې پکتیکا ته ځنې عمده کارونه وکړي، لکه سربندونه او سردخانې دې راته جوړې شي."

د یادونې ده چې سږ کال د پکتیکا په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر حکومتي ادارو، مدني بنسټونو او ځايي خلکو لخوا زرګونه نیالګي کېنول شول او ددې ترڅنګ د باغدارۍ او مالدارۍ په نوم د باغونو دوېش پروګرام هم روان دی، چې خلکو ته د باغونو د جوړولو په موخه نیالګي ویشي.

XS
SM
MD
LG