د دوی په وینا هغه کسان چې په جنايي جرمونو، د نشه يي توکو په قاچاقو، موټر تښتونو او ورته نورو جرمونو کې د لاس لرلو په تور د امنیتي او کشفي ادارو تر تعقیب لاندې راغلي، ډېری نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
چارواکو یادې څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په خوست کې ولس ته د تېر لمریز کال د حکومتي ادارو د رپوټ ورکوونې په غونډه کې وکړې.
په یاده غونډه کې چې ګڼو قومي مخورو، دیني عالمانو، مدني فعالانو، حکومتي مامورینو او ځايي اوسیدونکو برخه اخیستې وه، خوست والي حکم خان حبیبي وویل، پدې موده کې ۱۱۰ کیلو چرس، دوه زره لېتره الکولي مشروبات او په تور يې ۳۹ مظنونین نیول شوي دي.
ښاغلي حبیبي زیاته کړه، چې تر پخوا پر عدلي او قضايي ادارو د ولس باور ډېر شوی او ۹۵ یم لمریز کال کال کې ۷۷۴ حقوقي او قضايي دوسیو ته رسیده ګي شوې ده.
خوست والي حکم خان حبیبي وايي:
((۲۵۳ دوسیو ته په قرار سره رسیده ګي شوې ده، ۱۳۰ دوسیو ته د مکتوبونو په واسطه زیربطو ادارو ته راجع شوي دي، همدارنګه ۳۵۶ دوسیو ته په فیصلې سره رسیده ګي شوې ده، مجموعاً ۷۷۴ دوسیې کیږي.))
خوست والي وړاندې وویل، د یاد ولایت په یو شمېر لوړ رتبه مامورینو کې هم ادلون بدلون راغلی او پدې کال کې ۲۸۱ تنه حکومتي مامورین او ۲۸۹ ښوونکي نوي په دندو ګمارل شوي دي.
بل لوري ته د غونډې یو شمېر ګډونوالو نیوکه کوله، چې پدې ناسته کې یوازې د ځايي ادارې پر لاسته راوړنو او بریاوو خبرې وشوې، خو د ستونزو د یادولو موقع چاته ورنکړل شوه.
مدني فعال امیر بهیر وویل:
((موږ په خوست کې ډیرې ماخوالې او ستونزې لرو، د روغتیا په برخه کې د معارف په برخه کې همدا ډول د بیارغونې په برخه کې يې لرو، د هوايي ډګر په برخه کې يې لرو، د ځمکو د غصب په برخه کې يې لرو، د فساد په برخه کې يې لرو، په عدلي او قضايي ارګانونو کې يې لرو، دا هغه ستونزې دي چې باید بیان ته يې وخت ورکړل شوی وای.))
ملک حفیظ الله جان ګربز وویل، چې په خوست کې د ډاډمن امنیتڅخه باید د بیارغونې او اصلاحاتو په ډګر کې ډېره استفاده وشي:
((د خوست نیکبختي داده چې ډاډمن امنیت په کې شته، دا پرمختګونه نور هم باید ډېر وای، دا ستونزې باید حل شي، تر څو د حکومت او ولس تر منځ واټن جوړ نشي او دا بې عتباري چې ده دا هم رفع شي.))
یو بل تن مدني فعال محمد جلال حقیقت ځدراڼ وویل، دوی به له بیلابیلو لارو حکومتي ادارې او غیردولتي موسسې خپلو ستونزو او نیمګړتیاوو ته متوجه کړي:
((موږ مدني فعالان به کوښښ وکړو، چې په ولایت کې شته نمګړتیاوې ولایت سره په لاس ورکوونه حل کړو، هغه ورته یاد اوري کړو، یا يې د فیسبوک، ملي او نړیوالې رسنیو له لارې دوی سره شریکې کړو او ولایتي اداره خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کړو.))
د یادونې وړ ده، له څو کلونو راهیسې په خوست کې د حکومتي ادارو لخوا ولس ته د رپوټ ورکوونې ناستې جوړیږي، خو کتونکي وايي، دا بهیر هغه مهال اغېزمن تمامیږي، چې مسوولین د بریاوو د یادونې تر څنګ د خلکو غوښتنې او نیوکو ته هم رسیده ګي وکړي.