د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د مذهبي سپکاوي قانون کې دې ترمیم وکړل شي'


د پاکستان قامي اسمبلۍ د مردان عبدلولي خان پوهنتون کې د مشال خان وژلو خلاف مذمتي قرارداد منظور کړ.

په قامي اسمبلۍ کې اپوزيشن مشر خورشيد شاه لخوا وړاندې کړل شوي قرارداد کې ويل شوي چې د مذهبي سپکاوي قانون ناسمې کارونې مخنيوي لپاره دې موثره ګامونه پورته کړل شي او د مشال خان وژلو په کېس کې ککړو کسانو ته دې سخته سزا ورکړل شي.

په قامي اسمبلۍ کې د بحث په وخت د پاکستان پارلېمانې غړیو ویلي چې په پاکستان کې موجود مذهبي سپکاوي قانون کې دې ترميم وکړل شي او څوک چې هم په دغه نوم بې له ثبوته يو تن وژني هغوی ته دې هم سزا ورکړل شي.

په قامي اسمبلۍ کې د جماعت اسلامي ګوند غړي صاحبزاده طارق الله مشال راډيو ته وويل چې په ملک کې اوس يو مهم قانون د ځاني ګټو لپاره کارول کېږي او هم دا شان مذهبي سپکاوي قانون د خپلې ذاتي دشمنۍ لپاره استعمال شو چې دا ښه خبره نه ده.

''دا د دغه قانون جرم نه دی دا د خلکو زموږ د معاشرې جرم دی چې موږ دا قانون په ناسمه توګه کاروو. پکار ده چې حکومت په دې اړه ګامونه پورته کړي او پلټنې دې وکړي چې بې ګناه خلک پکې نه وژل کېږي دا داسې پېښو دې مخنيوی وشي.''

د متحده قامي مومنټ سېنېټر بيرسټر سيف وايې چې په دې ملک کې د مذهب په نوم د ډيرو قوانيونو غلط استعمال شوې دې او هم دا شان د مردان په دې پېښه کې هم د مذهب د نوم استحصال شوی دی.

''دا زموږ د تولنې يو بدقسمتي ده او زموږ د ټولنې دتنزلۍ ثبوت دی چې موږ اسلام د خپلو ذاتي ګټو لپاره استعمالوو، د مذهب په نامه د مشال وژنه د اسلام د نامه استحصال دی.نه خو په دې کې د قانون څه لا س شته او نه د مذهب دا صرف د معاشرتي رويو له وجې پېښه شوې ده او هم دا شان د مذهبي سپکاوي په نوم دا قسمه پېښې مخې ته راځي او موږ ته دا معلومه ده چې بيا د دا قسمه پېښو تحقيقات وشي نو هېڅ پکې نه وي.''

د پاکستان تحريک انصاف ګوند قامي اسمبلۍ غړي حامد الحق مشال ريډيو ته وويل چې مذهبي سپکاوي زموږ د ټولو لپاره د خپل ځان زيات مهمه دې خو داسې خلکو خلاف هم ګامونه پورته کول غواړي چې دغه قانون تر لاندې بغير د څه ثبوت نه بې ګناه خلک مړه کوي۔

''په مذهبي سپکاوي او اسلام په نوم خو ځان قربان خو چې څوک د مذهبي سپکاوي قانون غلط استعمالوي نو د هغه به څه سزا وي لکه چې ثابته شي چې دا تن غلط لګيا دې نو دې لپاره پکې خبرې پکار دي په مذهبي سپکاوي قانون کې هېڅ نور څه د کولو خبره نشته خو په دې اړه هم پکې غور پکار دې چې دا کوم غلط استعمال د دې کېږي د دې دې مخ نيوې وشي.''

د مذهبي چارو کار پوه قبله اياز وايي چې مذ هب اسلام د امن او برادشت دين دی، په دې کې چېرته هم د يو انسان بل انسان بغير د څه وجې وژل جهالت دی خو زموږ له خلکو سره هم د خپل دين په اړه معلومات نېشته.

''دا قسمه څېزونه به مخکې کېدل نو پېغمبر اسلام خو دا بند کړل لکه مخکې به ذاتي افرادو قانون په لاس کې اخيستو خو د مذهب اسلام او پېغمبر اسلام ټولنې سره مرسته ښه والې دا دې چې دې ته يې ادارتي شکل ورکړو او دا يې ښکاره کړه چې ادارتي فيصلې به افراد په لاس کې نشي اخېستی.''

قبله اياز زياته کړه چې تر څو پورې تعليمي نصاب کې د تحمل ،برداشت او امن سبق نه وي شامل کړې شوی نو دا قسمه لړۍ به روانه وي.

XS
SM
MD
LG