د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکاوالو پر امنیتي ځواکونو بریدونه پر ولس بریدونه وبلل


د چارشنبې په ورځ د پکتیکا لسګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو په یوه غونډه کې له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وښود او د بلخ د شاهین قول اردو په سرتیرو يې د وسلوال برید غندنه وکړه.

یاده غونډه کې چې د قومونو او سرحدونو ریاست په تالار کې جوړه شوې وه ، د پکتیکا د بیلابیلو امنیتي ارګانونو یو شمېر منسوبینو هم په کې برخه اخیستې وه.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، ترهګریز بریدونه نشي کولای افغانستان د پرمختګ له روان بهیر څخه راوګرځوي.

ده په خپلو خبرو کې د بلخ پر شاهین قول اردو د وسلوالو برید یاد کړ او ويې ویل، دې پيښې له پخوا زیات ولس یوموټی کړی او د امنیتي ځواکونو سره يې د خلکو خواخوږي ډېره کړې ده.

د پکتیکا والي د خبرو په یوه برخه کې وویل:

((موږ خپله خاوره پیدا کړې ده، ما خپل ساتونکی پیدا کړی ده، ما خپل مشر پیدا کړی ده، ما خپل بیرغ پیدا کړی ده، ما خپله سیکه پیدا کړې ده، ما په نړیوال ډګر کې خپل هویت پیدا کړی ده، چې هر څومره موږ ووژنئ، بیا به هم دا خاوره به خاوره وي، دا وطن به وطن وي دا نظام به نظام وي، دا وطن نه ماتیږي، موږ اوس پدې باور یو چې دا هېواد اوس د هر افغان عزت دی، که دا سرتیري لرم د دې هېواد عزت به ساتلی وي او د دې ولس عزت به ساتلی وي.))

مدني فعال خورشید کټوازي له امنیتي ځواکونو څخه د ولسي ملاتړ په باب وویل:

((همدا زموږ امنیتي ځواکونه دي چې شپه او ورځ يې یوه کړې ده، مرګ ته يې ځان ورکړی دی، مرمۍ ته يې ځان ورکړی ده، ما و تاته يې د ارام خوب زمینه برابره کړې ده، راځئ د یو افغان او مسلمان په صفت باندې د دوی تر څنګ په کلکه باندې ودریږو او د دوی سره اوږ په اوږه موږ او تاسو هم قرباني ورکړو.))

قومي مشر رييس خان هم په خپلو خبرو کې له افغان امنیتي ځواکونو د ځايي خلکو د ملاتړ اعلان وکړ.

رييس خان وویل:

((موږ خپلو زړورو سربازانو ته ډاډ ورکوو، قومونه مو په څنګ کې ولاړ دي، ټول قومي مشران، علماء او ځوانان د تاسې سره دي او ملاتړ مو کوي، ستاسو قربانۍ او زحمتونه هېڅ نه هیروي، تاسو یاستئ چې د وطن هر خاین او ظالم درڅخه ویره لري.))

بل لوري ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په ارګ کې د پکتیکا له قومي مشرانو سره د تېر ماښام په کتنه کې وويل چې افغان حکومت به د پکتيکا د امنيت په ټينګښت، د ولسواليو د لارو د خلاصولو او مخابراتي ستونزو د حل په برخه کې اړين اقدامات وکړي.

ولسمشر وويل ډېر ژر به د ده په شخصي پیسو د پکتيکا په شپږو ولسواليو کې د شپږو ښوونځيو د جوړولو چارې پیل شي.

XS
SM
MD
LG