دوی یادې څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په خوست کې د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې د لمانځغونډې په څنډه کې مشال راډیو ته وکړې.
د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې لمانځغونډه چې په خوست کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې لخوا رابلل شوې وه، په کې دخبریالانو او رسنیو له استازو سربیره، ځايي چارواکو، قومي مخورو او مدني فعالانو هم برخه اخیستې وه.
په خوست کې د شمشاد تلویزیون سیمه ییز خبریال ساجدبهار وايي، که مسولین او ادارې لاسته راوړنې ولري، نو خبریالان په ورین تندي ورغواړي، خو که ستونزه وي، نو بیا د مرکزي ادارې یا پورته چارواکو د اجازې نشتوالی پلمه کوي او د مالوماتو له ورکولو ډډه کوي.
ساجد بهار زیاتوي:
((ژورنالیزم یواځې د چارواکو توصیف نه دی، ژورنالیست هغه څوک دی، چې باید په واقعي مانا د خلکو ستونزې او غوښتنې تر چارواکو ورسوي، خو په خوست کې به متاسفانه ووایم چې دا ستونزه شته، کچیرې د هغوی کومه لاسته راوړنه وي، نو په ورین تندي ژورنالیست وربلل کیږي ، خو که د خلکو ستونزې دې تر چارواکو ورسولې نو د هغو مسوولو چارواکو دښمن هم ته يې او په یو ډول منفي ګراء هم هغه ژورنالیست ته ویل کیږي.))
په خوست کې د اریانا تلویزیون ځايي خبریال فریدالله ظاهر هم د دوی د رسنیز کار پر وړاندې د ځنو ستونزو او ننګونو خبره کوي او وايي:
((خوست کې د ژورنالیسانو پر وړاندې یوه جدي ستونزه مالوماتو ته نه لاسرسۍ دی، بله ستونزه داده چې ځنې وخت ژورنالیستان تهدیدیږي، په ژورنالیستانو د محلي چارواکو، ځنو ډلو او مافیايي ګروپونو له لارې په غیر مستقیم ډول فشار واردیږي، چې د دوی په خوښه فرمایشي رپوټونه جوړ کړي.))
خوست هم د افغانستان د هغو ولایتونو دی، چې رسنۍ يې ښځینه کاروکوونکې نلري.
د ځوانانو د پارلمان غړې شمیم څانګه يې لامل د ښځو لپاره د کافي امتیازاتو او په رسنیو کې هغوی ته د مناسب کاري چاپیریال نشتون په ګوته کوي.
شمیم څانګې وویل:
((تېرو کلونو کې مو د ګوتو په شمار خویندې درلودې چې هم يې په محلي رسنیو کې کار کاوه، هم يې په تلویزیونونو او راډیوګانو کې کار کاوه، خو متاسفانه دا درې څلور کاله موږ یواځې یوه زنانه کارمنده په کلید راډیو کې لرو، نورې زنانه کارمندې په رسنیو کې نلرو، لامل يې دادی چې یو خو هغه د وروڼو په شان زمینه خویندو ته نه نده مساعده، ځکه ژورنالیزم پراخ دی، ساحې ته تګ غواړي او هغې لپاره امکانات.))
په خوست کې د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې خوست والي حکم خان حبیبي هم خبرې وکړې او له خبریالانو يې وغوښتل چې پدې هېواد کې د رسنیو د ازداۍ تر څنګ د دې هېواد حساس او نازک شرایط هم په پام کې ونیسي.
خوست والي په یاد ولایت کې د رسنیو د ازادۍ د ساتلو ژمنه وکړه:
((د هېواد په کچه مې د رسنیو له کاروکوونکو او درنو مسوولینو هیله داده چې د هېواد حساس او نازک شرایط درک کړي، ملي او علیا مصالح او په خاصه توګه خپلو اسلامي ارزښتونو ته درناوی وکړي، د دوی په واسطه خدای مکړه هم بې ثباته کیږي او هم ثبات پیدا کوي، اطلاعاتو ته لاسرسۍ د بیان د ازداۍ بنسټ دی او په ټوله مانا موږ ورته ژمن یو، اصلاً خلک د دې مالکان دي، موږ سره یواځې دا امانت دی، چې دا امانت ستاسې په ژبه او لاس ولسونو ته وړاندې کړو.))
خوست د افغانتستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې رسنیز فعالیتونه په کې پراخ دي، په یاد ولایت کې دا مهال څلور سیمه ییز تلویزیونونه، لس سیمه ییزې راډیوګانې او ګڼې چاپي رسنۍ پر فعالیت بوختې دي.
یاده دې وي، د می درېیمه په لومړي ځل په ۱۹۹۱ زیږدیز کال کې د یونسکو د عمومي کنفرانس له لارې رسمي شوه او په ۱۹۹۳ زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع له خوا په تصویب ورسیده او له هغه وخته راپدېخوا هر کال د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په نوم لمانځل کیږي.