د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین او د یاد سکټور په چوکاټ کې د ځنو موسسو فني کارکوونکي وايي، چې د دې کلینیک فني او مسکلي پرسونل به نه یواځې د چرګانو او څارویو د معالجې په برخه کې فعالیت کوي، بلکې د حیواني مرضونو د وقايې لپاره هم دواء درمل، واکسینونه او نور لوازم لري.
په خوست کې تر دې مخکې د مرغانو او څارویو د مرضونو اساسي تشخیص یوه مهمه ستونزه وه، چې لدې کبله به ډېر شمیر مرغان او څاروي مړ کېدل او مالدارانو او د فارمونومالکانو ته به زیان اوړیده.
یاد کلینیک په خوست کې د کارډ- ایف یا د کرنې د ودې او کلیو د پراختیا پروګرام په چوکاټ کې چې پنځوس سلنه لګښت يې خصوصي سکټور پر غاړه اخیستی جوړ شوی دی.
د یادې ادارې د چرګانو روزنې د ديپارټمنټ مسوول اجمل ولي د کلینک د اړتیا په باب مشال راډیو ته وویل:
((دا چې مخکې به زموږ مالداران د چرګانو او څارویو د حادو مرضونو سره مخامخ کېدل، دوی به د خپلو چرګانو سمپلې پاکستان ته وړلې، دا چې په خوست کې موږ خپل فارمونه لرو، د کار ډي ایف په چوکاټ کې مو شل فارمونه جوړ کړي دي، نو پدې اساس موږ دا ضرورت تشخیص کړ چې په خوست کې هم دا ډول کلینک ولرو، پدې کلینک کې پرمختللي وسایل شته، د هغې په واسطه به موږ ټول امراض تشخیص کوو او بیا به په هغه ساحه کې د هغې د تداوي او وقايې په برخه کې عملي ګام اخلو.))
د کارډ-ایف ادارې ولایتي مسوول حیات وزیر عرفان وايي، له یاد کلینیک څخه د شیخ زاید پوهنتون د وترنري پوهنځي محصلان هم د یو تحقیقي او روزنیز مرکز په توګه ګټه پورته کولای شي.
ښاغلی عرفان وايي:
((په دې سره په خوست کې د هغو مرضونو مخنیوی وشي، چې چرګو او نورو څارویو ته پیدا کیږي، په وخت به يې تشخیص وشي او تداوي به يې وشي، د دې سره سره د وترنري پوهنځي محصلین کولای شي پدې ځای کې خپلې عملي زده کړې وکړي او دې نه د یو تحقیقاتي او روزنیز مرکز په توګه ګټه واخلي.))
بلخوا د خوست د کرنې او مالداری رييس سمیع الله نصرت وايي، چې سږ کال به هم د دوی د ادارې په چوکاټ کې یو شمېر اساسي برنامې پلي شي.
ده وویل، د ادارې ټوله هڅه يې پدې متمرکزه ده چې خوست د کرنې، سبزیجاتو، میوو دانو، چرګوړو او چرګانو له پلوه پر ځان بسیا شي، چې پدې برخه کې يې د پام وړ پرمختګ رامنځته شوی دی.
سمیع الله نصرت زیاته کړه:
((په دې کلینک کې به په اوس وخت کې موږ د چرګانو د هغوی امراض تشخصیږي انشاالله، خو د دې تر څنګ زموږ پرسونل د دې جوګه دی چې دلته نور حیوانات هم چې څه ډول مرضونه ولري، هغه به دلته تشخصیږي او موږ ورته کافي وسایل او پوره پرسونل لرو.))
د خوست د کرنې رييس وړاندې وویل، په یاد ولایت کې د کرنې د ودې او کلیو د پراختیا پروګرام په چوکاټ کې د چرګانو شل معیاري فارمونه جوړ شوي، خو خواوشا درې سوه نور فارمونه هم شته، چې معیاري نه دي، ولې د کرنې اداره هڅه کوي چې دوی سره د خپلې مادي او تخنیکي همکاري له لارې یاد لسګونه فارمونه هم معیاري چوکاټ ته داخل کړي.