د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له هند سره هوايي سوداګرۍ ته ولې اړ شو؟


د افغانستان او پاکستان ترمنځ مال وړونکې لارۍ
د افغانستان او پاکستان ترمنځ مال وړونکې لارۍ

پراګ: افغانستان د دوشنبې په ورځ د هوا له لارې له هند سره د سوداګرۍ پیل وکړ او په افغان توکیو بار لومړۍ الوتکه له کابله هند ته ولاړه. ټاکل شوې ده چې په راتلونکې اونۍ کې په وچو مېوو بار بله الوتکه له کندهاره هند ته پرواز وکړي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دې تجارتي پیل په اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، دوی غواړي چې افغانستان په صادروونکي هېواد بدل کړي.

ولسمشر غني زیاته کړه چې تر څو افغانستان د نورو هېوادونو پر پیداوار تکیه نه وي کمه کړې او یوه صادروونکي هېواد نه وي جوړ شوی تر هغو غربت او ناکرارۍ له منځه وړل یو ګران کار دی.

د افغانستان او هند ترمنځ لومړۍ تجارتي الوتکه
د افغانستان او هند ترمنځ لومړۍ تجارتي الوتکه

د افغانستان او هند ترمنځ د هوا له لارې د تجارت پیل په داسې وخت کې شوی دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خپلمنځي سوداګري د ودې پرځای نیم په نیمه راټیټ شوی دی.

د کوټې سوداګرۍ خونې [چمبر آف کامرس] مشر او د سوداګرۍ کارپوه عبدالودود اڅکزی وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ خپلمنځی کلنی تجارت څه کم دوه نیم اربه ډالره وو چې اوس یوازې یو ارب ډالرو ته را ټیټ شوی دی.

عبدالودود اڅکزي وویل، د هوا له لارې تجارت د ځمکنۍ سوداګرۍ ځای نه شي نیولای هغه ځکه چې پر تورخم او چمن هره ورځ په سلګونه لارۍ تګ را تګ کوي چې په زرګونه ټنه مال وړي او راوړي نو د هند او افغانستان ترمنځ خو هره ورځ دومره سامان په الوتکو کې نه شي وړل کېدلای.

نوموړي وویل، د افغانستان او هند ترمنځ دا هوايي سوداګري د پښتونخوا او بلوچستان پر سوداګرو دومره اغېز نه کوي لکه څومره تاوان چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو تړل کېدل رسوي.

تورخم ته نژدې د لاریو کاروان
تورخم ته نژدې د لاریو کاروان

عبدالودود اڅکزي وویل پاکستان او افغانستان باید په اړیکو کې د خراب والي له کبله د تجارت مخه ونه نیسي بلکې ټولې مسلې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.

د افغانستان حکومت له هند سره د هوا له لارې د تجارت پیل تر هغه وروسته کړی دی چې پاکستان په تېر یوه نیم کال کې لږ تر لږه درې ځله د چمن او تورخم لارې د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړلې.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د تجارتي سازمانونو په وینا ، د لارو د تړل کېدو له کبله افغانستان لږ او پاکستان زیات اغېزمن شوی دی.

د دوی په وینا، په پاکستان کې بیا په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پښتانه تجاران سخت ځپل شوي دي.

د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي وايي، د هوا له لارې تجارت کول یو هېواد ته د لګښتونو له پلوه تر ټولو ګران پرېوځي او دا ګام هېوادونه هغه وخت اخلي چې ډېر سخت مجبوره شي.

افغانستان ته تلونکې لارۍ په چمن کې د روانېدو په تمه
افغانستان ته تلونکې لارۍ په چمن کې د روانېدو په تمه

اکرام هوتي وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ که تجارت بند وي نو مطلب یې دا دی چې د دې هېوادونو ترمنځ د جګړې غوندې حالات دي.

د نوموړي په وینا، جګړه په افغانستان کې ده خو پاکستان په دې جګړه کې ښکېل دی نو ځکه افغانستان د هوا له لارې له هند سره تجارت پیل کړی دی.

پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه ردوي او هر ځل یې د لارو د تړل کېدو لامل د افغانستان د سرحدي ځواکونو له خوا د نښتو پیل بللی دی.

خو افغانستان وايي، پاکستان غواړي چې په کابل د خپلې خوښې منلو لپاره له هرې وسیلې کارواخلي کومه چې د افغان چارواکو په وینا، په هېڅ صورت دوی ته د منلو وړ نه ده.

XS
SM
MD
LG