د خېبر پښتونخوا د قدرتي ناورینونو سمبالولو اداره وايي په ملاکنډ کې له ترهګرۍ متاثره د روغتیا بنیادي اسانتياوو ۱۲ مرکزونه د بيا ودانۍ او بيا رغونې صو بايي ادارې پارسا او د امريکايي ادارې يو اېس اې ای ډي په مرسته بيا رغول شوي دي.
د پي ډي ايم اې وياند تيمور علي مشال راډيو تهوویل چې دغه مرکزونه په سوات، بونېر او کوز دیر کې رغول شوي دي چې پکې د امېدوارو یا حامله ښځو په ګډون د هر ډول ناروغانو ته بنيادې مرستې ورکول کېږي.
په تېلګرام کې د ښځو خیر ښېګړي یوه کارکونکې کلثوم وايي چې له دوی سره نزدې مرکز کې د ضرورت په وخت نه خو دوايانې مېلاوېږي او نه د حامله ښځو لپارهپکې اسانتیاوې شته. بلکې امېدوارو ښځو ته وايي چې تاسو لوی روغتون ته ولاړې شئ. کلثوم غوښتنه وکړه چې دغه صحي مرکزونو ته دې هم د لویو هسپتالونو غوندې اسانتیاوې ورکړل شي.
د سوات کوزې بانډې یوه اوسېدونکې ياسمين بي بي وايي، اکثره ستنې، دوايانې دوی په خپله له بازاره راوړي. او بله دا چې د غرمې له دوو بجو پس دا مرکزونه وتړل شي چې له وجې یې دوي بياد علاج لپاره لیرو پرتو هسپتالونو ته په تلو مجبوره وي.
خو د دې شکاياتونو په ځواب کې د سوات ضلعې مرستیال مشر ډاکټر اعجاز وايي چې د دوايانو لپاره د ناروغانو غوښتنې ۱۰۰ فٖيصده نه شي پوره کېدلی.
د ده په وینا په لويو لويو روغتونو کې هم د دوايانو کمی راځي نو دا خو د روغتیا یو بنیادي مرکز دی. او بله دا چې د پېښور لویو روغتونو کې ممکنه نه ده چې د نارغانو له غوښتنې سره سم ۱۰۰ فيصده دوايانې ورسول شي او دلته چې حکومت دغو صحي مرکزونو ته ورکوي هغه تر ناروغانو رسول کېږي. نوموړی زیاتوي:
"بنيادي صحت مرکز خو د لومړي صحت مرستې ورکولو لپاره وي د نور علاج لپاره خو هسپتالونه شته دي. نو که په ډسپنسړۍ يا بي اېچ يو کې ۲۴ ساعته د صحت مرستې ورکوم نو بيا به ماته د دې لپاره له ډاکټرانو سره سره نوره عمله هم پکار وي.په دې کې درې شفټونو کې کار کولو لپاره به بيا د اضافي بجټ او نور وسايلو هم ضرورت وي نو دا خو د حکومت کار دی."
واضحه دې وي چې له ۲۰۰۷ م کاله تر ۲۰۰۹م کاله په سوات کې وسله والو طالبانو يو شمېر ودانۍ تباه کړې وېچې پکې د هلکانو، نجونو سکولونه اود صحت مرکزونه هم شامل ول.