د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف ويلي، په دې هېواد کې يوازي د سياستدانانو احتساب شوی خو پوځي جنرالان د غلطيانو سربېره هم نه دي نيول شوي.
د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د غیر رسمي خبرو پروخت نوازشريف وويل چې سپريم کورټ له خوا دده د نااهله ګرځولو له فيصلې ښکاري چې دا له کومه ځايه راغلې ده.
سپريم کورټ د جولاۍ پر ۲۸ نېټه د پانامه اسنادو مقدمې په اړه ورکړل شوې فيصله کې نوازشريف نا اهله ګرځولی وو.
عدالت ويلي وو چې نوازشريف د۲۰۱۳ م کال د انتخاباتو پر مهال خپلي پوره شتمنۍ نه وې په ډاګه کړې.
له دې وروسته نوازشريف د وزيراعظمۍ له چوکۍ استعفا ورکړه او پر ځای يې د خپل ګوند بل مشر شاهد خاقان عباسي د وزيراعظم په توګه و نومولی.
نوازشريف زياته کړه چې دا وخت څه روان دي په هغه ښه پوهېږي خو د ويلو په اړه يې خاموشه دی البته تل به دغسې خاموشه پاته نشي.
نوموړي وويل چې د پانامه اسنادو په مقدمه کې يې د پلار نيکه کمپياني و پلټل شوې خو پرضد يې د کرپشن هيڅ ثبوت و نه موندل شو.
دده په وينا چې د زوی له کمپنۍ يې تنخوا نه ده اخيستې نو په اثاثو کې يې د ښکاره کولو هيڅ جواز نه ليدل کېږي.
دا وخت چې څه روان دي په هغه ښه پوهېږم خو د ويلو په اړه يې خاموشه يم البته تل به دغسې خاموشه پاته نشم. نوازشريف
دده په خبره له دې دا ښکاري چې دا فيصله له کومه ځایه راغلې وه.
سپريم کورټ نوازشريف ځکه نااهله کړی وو چې ويلي وو، هغه د زوی په کمپنۍ کې کارکولی او يوه مقرره تنخوا يې دلوده چې اخیستې نه وه.
عدالت ويلي وو چې نوازشريف په اثاثو کې دا تنخوا نه وه په ډاګه کړې چې دا د ايين خلاف کار دی .
پر دې مهال نوازشريف پر جنرال مشرف هم نيوکې وکړې او وې ويل چې هغه دوه ځله ايين مات کړ خو هيڅ يوه عدالت ورته سزا ورنکړه.
نوموړي وويل، هيڅ داسې کار يې نه دی چې له وجې يې د هېواد د پرمختګ مخه نيول شوې وي.
تر دې وړاندې نوازشريف د خپلو اتحادي ګوندونو، جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي، نېشنل ګوند مشر حاصل بزنجو او دا رنګه د خپل ګوند له يو مشر او داخله چارو پخواني وزير چوهدري نثار سره وليدل.
بلخوا د چوکۍ پرېښودو وروسته نوازشريف د سړک د لارې لاهور ته تلو اعلان کړی دی.
د مسلم ليګ ن له لورې د شنبې په ورځ خپور شوي بيان کې ويل شوي چې نوازشريف به د چارشنبې په ورځ له اسلام اباده د جي ټی سړک له لارې لاهور ته روانېږي.