د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د نوې مېډیا خوندي کارولو پوهاوی دې زیات کړل شي'


د موبایل الاتو او نوې میډیا له راتلو سره که یو خوا نړۍ په یو کلي بدله شوې او د مالوماتو او پوهې له شریکولو سره د پرمختیا مزل لا ګړندی شوی نو بلخوا يې د ټیکنالوژۍ په میدان کې په وروستو پاتو ټولنو کې یوشمېر ټولنیزې او کلتوري ستونځې هم رامنځ ته کړي دي. نوې میډیا او د موبایل کارول د پښتنو ټولنه څنګه اغیزمنه کړې ده؟

د انفارمیشن ټیکنالوجۍ په میدان کې نوې پرمختګونو په نړیواله کچه ټولنې او کلتورونه بدل کړي دي. د پښتنو ټولنه په بنیادي توګه یوه قبایلي ټولنه ده او ډېر خلک لا په دې نه دي خبر چې دا ټیکنالوژي په سمه توګه په کار راولي.

د ټولینزو چارو کارپوهان وايي ـــــــــ چې په ځینو وختونو کې دا ټیکنالوژي د ځايي ټولنیزو او کلتوري قدرونو سره په ټکر راځي او نتیجه يې د ښځو او ماشومانو پرضد د تشدد په شکل کې مخې ته راځي.

په سوات کې د ؛اویکنینګ ؛Awakening) په نوم د بشري حقونو دفاع ادارې مشر عرفان حسین بابک وايي ـــــــ چې په سیمه کې د ښځو ناموسي وژنو زیاتوالي یوه وجه د موبایل او انټرنیټ استعمال هم دی.

“دا نن سبا د ناموسي وژنو یو لویه وجه ده. نیزدې وخت کې دوه درې د تشدد پېښې شوي دي چې وجه يي د موبایل فون کارول وو. دا اوس اوس یوه ماشومه تر هغه وروسته ووژل شوه چې له یو هلک سره يي په فون پیغامونه شریک کړي ول.”

په پیښور کې د ښځو د حقونو ساتونکې ثنا اعجاز بیا وايي ـــــــــ چې نوې ميډیا د ټولنې ډېرو برخو له اواز ورکړی دی او هغوي يې د خپلو حقونو د دفاع لپاره په کار راولي خو له دې سره سره د دې په نتیجه کې د ښځو پرضد د ځورولو او تشدد پېښې هم ډېرې شوي دي. هغه زیاتوي په دې اړه شوې قانون سازي ریاست د ولس د ګټې پرځای د خپلو ستراتیجیکي ګټو لپاره په کار راولي.

“ د یونیورسټۍ په کچه چې کله د نجونوتصویرونه په سوشل میډیا شریک شوي دي نو د هغوي خپلو خپلوانو هغه ځورولي دي ، تشدد يې پرې کړی دی او بیا يي په زور هغوی واده کړي دي. “

وږمه فېروز په خیبر پښتونخوا کې د تورسرو څادر په نوم د یوې ادارې مشره ده. هغه وايي نوې میډیا تر هغو په ټولنه کې د پرمختیا او حقونو د د فاع لپاره په کار نه شي راتلې تر کومه چې نوي کهول ته د دې ټیکنالوژۍ د خوندي استعمال په اړه د نصاب په کتابونو کې پوهه نه وي ورکړل شوې.

“ په دې اړه په ځوان کهول کې بالکل پوهه او بیداري نشته. په نصاب اوتعلیمي ادارو کې خو يي هډو څه ذکر نه شته. که چیرې په دې اړه غونډې کېږي هم نو د ټیکنالوجۍ د محفوظ استعمال په اړه څوک څه بحث نه کوي او نه په دغه اړه څه کار کېږي.”

د کارپوهانو په خبره د انټرنیټ او موبایل ټیکنالوژۍ په میدان کې انقلاب ځوان کهول ته د نویو فکرونو او نویو پرمختګونو موقعې په لاس ورکړي دي خو ورسره يي د درېمې نړۍ په هېوادونو کې ټولنې د ژوندي پاته کېدو لپاره له نویو چېلنجونو سره هم مخامخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG