د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ: پاکستان زیاتره وخت د ګډوډۍ ، تشدد او ترهګرۍ استازو ته پټنځایونه ورکوي


امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ
امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په شپه د افغانستان په اړه خپله ستراتیژۍ اعلان کړه.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان ، پاکستان او سیمې په اړه پراخې خبرې وکړې خو د افغانستان په اړه یې د خپلې ستراتیژۍ په اړوند درې مهمې خبرې وکړې.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ډاګه کړه چې امریکايي ځواکونه به تر بریالي کیدو په افغانستان کې جنګیږي.

هغه وویل ، لومړۍ خبره دا ده چې “زموږ ملت باید یو داسې باعزته او تلپاتې لاسته راوړنې ولټوي چې په ورکړل شوو پراخو او په ځانګړې توګه ځاني قربانیو و ارزي. زموږ د ملت لپاره په جګړه بوخت نارینه او ښځینه د بري لپاره د یو پلان حقدار دي. دوی د جنګېدو او بریالي کېدو لپاره د اعتماد او هغو وسایلو حقدار دي چې اړتیا ورته لري “ .

امریکايي ولسمشر وویل چې دوی د عراق په څېر له افغانستانه د چټک وتلو تېروتنه ونکړي.

ده وویل ،“ د چټک وتلو د پایلو نه یوازې اټکل کېدای شي بلکې د منلو وړ هم نه دي. د ۱۱سپټمبر پېښې زموږ په تاریخ کې تر ټولو بد ترهګر برید وو او هغه په افغانستان کې پلان شوی او له هغه ځایه تنظیم شوی وو. هغه ځکه چې هلته یو داسې حکومت وو چې ترهګرو ته یې پناه او اسانتیاوې ورکړې وې. په بېړه وتل به داسې تشه رامنځ ته کړي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې او القاعده په ګډون نور ترهګرو به یې داسې ډکه کړي لکه تر ۱۱م سپټمبر وړاندې.“ .

نوموړي د افغانستان مسلې ته په اشاره کولو سره د پخواني ولسمشر باراک اوباما هغه پرېکړه ناسمه وبلله چې د ده په وینا له له عراق څخه یې تر وخت له مخه ځواکونه اېستلي وو.

ولسمشر ټرمپ وویل ، موږ ته مالومه ده چې امریکا په ۲۰۱۱م کال کې له عراق څخه په وتلو کې بېړه او تېروتنه وکړه. نتیجه یې دا شوه چې زموږ په ډېر زیار لاسته راوړل شوي څه د ترهګرو دښمنانو لاس ته ورغلل. زموږ عسکرو چې د کومو ښارونو لپاره جکړه کړې وه ، وینې یې توی کړې وې او بریالي شوي وو ، دوی ورته کتل چې هغه ښارونه داعش ترهګرې ډلې نیول. زموږ چټک وتلو چې کومه تشه رامنځ ته کړه هغه داعش د دې لپاره وکاروله چې وسله وال پیدا کړي ، ځان قوي او پراخ کړي او بریدونه وکړي. موږ په افغانستان کې هغه تېروتنه نشو کولای کومه چې زموږ مشرتابه په عراق کې کړې وه.

هغه وویل چې امریکا دا وخت په افغانستان او سیمه کې له پراخ امنیتي ګواښ سره مخامخ ده او د امریکا له خوا ترهګرې ګرځول شوې ۲۰ ډلې په افغانستان او پاکستان کې فعالې دي کوم چې د ده په وینا د نړۍ د نورو سیمو پرتله تر ټولو زیات پام غواړي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د وسله والو ډلو له مرستو دې لاس واخلي.

هغه زیاته کړه ،“پاکستان پر خپل ځای زیاتره وخت د ګډوډۍ ، تشدد او ترهګرۍ استازو ته خونډي پټنځایونه ورکوي. دا خطر په دې هم لوی دی چې هند او پاکستان دواړه ایټمي وسلې لري او دا خطر شته چې د دوی خپل منځي تاوتریخوالی په شخړه بدل شي او دا کېدای هم شي “.

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل ، هیڅوک له دې انکار نشي کولای چې موږ ته په افغانستان او جنوبي اسیا کې ازمویونکي او له مشکلاتو ډک حالات په میراث کې پاتې شوي دي خو موږ نشو کولای چې وختبیرته شاته یوسو ، بېلې او ښې پرېکړې وکړو. زه چې کله ولسمشر شوم نو حالات ډېر بد او پېچلي وو خو زه بلکل په دې پوه وم چې زما په وړاندې لویې او ستونزمنې مسلې پرتې دي. خو دا مسله به په یوه یا بله طریقه هوارې شي ، ځکه چې زه د مسلو هواروونکی یم”.

افغان حکومت د دې هېواد په اړه د امریکا د نوې سټراټيجۍ هرکلی کړی او ويلي يې دي چې دا د ټولې سیمې په ګټه ده. افغان ولسمشر اشرف غني نن د يوې خبرپاڼې له لارې ويلي چې د ترهګرۍ د ګواښ د مخنيوي لپاره د امريکا او افغانستان ملګرتيا تر بل هر وخت زياته ده. بلخوا د افغانستان اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې خبريالانو ته ويلي چې د امريکا نوې سټراټيجي پر قاطعيت ولاړه ده.

کټ

بلخوا پاکستان ويلي چې په دې هېواد کې په منظمه توګه د وسله والو موجودګي نشته او نه هم دوی د وسله والو ډلو ملاتړ کوي. د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور د ټرمپ تر اعلان وړاندې تېره ورځ په راولپنډۍ کې يوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل په دې هېواد کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې سيمې له وسله والو پاکې کړل شوي او د وسله والو پرضد بې له توپیره کاروایي شوې ده.

اخوا بيا وسله والو طالبانو د امريکايي ولسمشر لخوا د افغانستان په اړه د امريکا د نوي سټراټيجۍ په غبرګون کې ويلي چې په افغانستان کې به خپل جنګ ته دوام ورکوي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د نوي ستراتیژۍ هرکلی وکړ. ستولتنبرګ نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې زموږ دا هدف پر ځای دی چې افغانستان هیڅکله بیا د هغو ترهګرو لپاره په ځاله بدل نشي چې زموږ هېوادونه ګواښي .

بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان حکومت باید د اصلاحاتو لپاره خپلې هڅي دوه برابره کړي. هوګو لارنس ویلي افغان حکومت باید خپلې مهمي ژمني لکه د انتخاباتو ترسره کول او د فساد له منځه وړل عملي کړي.

XS
SM
MD
LG