د استخباراتې ادارې یو چارواکي نن د نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته وویل، شاوخوا دوه بجې ډرون الوتکو د غوزګړۍ په خرمنک سیمه کې پر یو کور دوه توغندي وتوغول چې پکې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنیتی چارواکیو ویلي په برید کې مړه او ژوبل شوي د حقاني له وسله والې ډلې سره تړاو لري.
دوی وايي، په نښه شوی کور د قاري محب په نامه د یو کمانډر دی او هغه به دا د جنګي مرکز په توګه استعمالولو او زیاتوي چې د ترلاسه شویو مالوماتو له مخې، قاري محب له بریده روغ وتلی دی.
امنیتي چارواکي دا هم وايي، تر اوسه ورته د وژل شویو وسله والو د نومونه تصدیق نه دی شوی.
بلخوا د غوزګري یو کس د نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډيو ته وویل، کم کسان چې په دغه کور پاتې کېدل، هغه غیر مقامي وسله وال دي.
په دې اړه وسله والې ډلې لا تراوسه څه نه دي ویلي.
له ډیورنډ کرښې سره نېزدې د کورمې له پاڼه چیناره پنځلس کلومیټره لرې غوزګرۍ سیمه ختیځ لور ته پرته ده چې پکې د مالوماتو له مخې یوشمېر وسله والې ډلې فعالیتونه کوي.
په کورمه کې یو شمېر دغه ډول بریدونه شوی، چې په ترڅ کې یې د ځینو پاکستانیو طالبانو په ګډون د حقاني ډلې کسان وژل شوي دي.