د جمعې په ورځ اونیزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان خارجه وزارت ویاند نفیس زکریا وینا وه چې د دې لوړ پوړي امریکایي پلاوي سفر تېره میاشت د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په موقع د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د امریکې مرستیال ولسمشر مایک پېنس ترمنځ د ملاقات په تناظر کې شوې دی.
''دا مزاکرات د دواړو خواو د خپل مینځي خواهش مطابق و. دواړو خواوې په دې متفق شوې چې په مختلفو څانګو کې اړیکې وساتي او په دوه اړخیز اړیکو او د سیمې په صورتحال خبرې وکړي. زما په خیال دا د مزکراتو خلاصه وه چې خبرې اترې وکړو. دا سفر زموږ وزیراعظم او د امریکې مرستیال ولسمشر ترمنځ د ملاقات په تناظر کې شوې دی. دا سفر ډېر ګټه وو.''
ښاغلې نفیس زکریا په وینا هغه دا نه شې ویلي چې راتولونکی کې به د امریکا لخوا څوک او کله د اسلام اباد سفر کوي خو دا یي وویل چې دواړو هېوادونو اړیکې مخ په وړاندې په وړلو اتفاق کړی دی.
ده دا هم وويل چې تیره ورځ د یو امریکایي او کېڼډین جوړې له وسله والو راخلاصولو معامله د ستاینې وړ خبره نه ده ولې چې پاکستان هاغه څه وکړل کوم چې د وسله والو پرضد کوي.
د تېر زیارت په ورځ د امریکې یو پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستان لوړ پوړو چارواکو سره ملاقاتونه کړې و او په دوه اړخیز اړیکو، د سیمې په اړه د امریکا نوې اعلان شوې پالیسۍ او د افغانستان په معاملې یې خبرې کړې وې.
دا د تېر اګست په میاشت کې د امریکې نوې پالیسي اعلان پس د یو امریکایي پلاوي وړومبۍ دوره ده.
د کار پوهانو په نظر چې د دې پلاوي د اسلام اباد دوره او بیا تېره ورځ له کرمې ایجنسۍ یوه امریکنې ښځې سره د خپلې کورنۍ بازیابي د پاکستان او امریکه ترمنځ اړیکې ښه اړخ ته د تلو اشاره کوي.
په اسلام اباد کې د قایداعظم پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې پروفېسر ډاکټر ظفر نوازجسپال وایي،
''که موږ تېره ورځ دې ملاقات او دغه کسانو بازیابي ته وګورو نو دا ښکاري چې پاکستان او امریکه ترمنځ اړیکې یو مثبت لورې ته روان شو. تېره ورځ راغلې هاغه پلاوې و چې کوم مخکي راتلل غوښتل خو د ولسمشر ټرمپ د خطاب پس پاکستان امریکه ته پېغام ولیګلو چې موږ دوي ته هرکلې نشو ویلې نو دا د پاکستان لخوا یو سخت پېغام و او که د دې پس تاسو وګورې نو د امریکې مرستیال ولسمشر په درخاست وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او مرستیال ولسمشر مایک پېنس ترمنځ ملاقات وشو نو هاغې دواړو ملکونو ترمنځ کړکېچ کم کړو او داسي بیا د خارجه وزیر ملاقات وشو او دا پلاوۍ هم راغلو نو دا ملاقاتونه دې خبرې ته اشاره کوي چې د دواړو ملکونو ترمنځ د مزکراتو په کچ پرمختګ وشو.''
ده وویل چې د تېرې ورځې پرمختګونو سره به نه یواځې پاکستان ته د امریکې حکومت بلکې د ولس نه به یې هم فایده وي.
شننوکې او خبریال ضیا الدین دې لړ کې زیاتوي تېره ورځ پورې پاکستان او امریکه ترمنځ د اعتماد کمی و خو د پنځو کسانو د بازیابۍ پس ښکاري چې اعتماد کې به ښه والې راشي.
''تراوسه پورې خو دا و چې امریکایانو به د وسله والو په اړه استخباراتي مالومات د پاکستان استخباراتي ادراو سره نه شریکول ولې چې هاغې دا ګڼل یا یې فرض کړې و چې پاکستاني استخباراتې ادارې د عملي ګام په ځایې وسله وال خبر کړي او هغوي به وتښتیودل نو دا وړومبۍ ځل دې چې داسي یو کار وشو، دا د ښه اړیکو خوا ته شروعات کیداې شي خو وس به دا کتل وي چې آیا دا هڅې یوه پېښه وه که نه د پاکستان او امریکې ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو نوې پيل دی.''
د پاکستان خارجه وزارت په وینا موږ مخکې هم ویلې و که د امریکه لخوا ورسره استخباراتي مالومات شریکول کیږي نو د وسله والو پرضد به کاروایي کوي.