د لاسرسي ځای

تازه خبر

 ځېنې چینايي پروژې له سیاسي، مالي خنډونو سره مخامخ دي


اسوشي اېټډ پرېس اژانس لیکي، د ورېښمو د لار بیا بحالۍ په اړه د چین یو شمېر پروژې له بېلا بېلو سیاسي او مالي خنډونو او ځنډ سره مخامخ شوې دي. په دې لړ کې په پاکستان کې هم د شاوخوا ۱۴ اربه ډالرو پروژې ځنډېدلې دي.

اسلام اباد او بیجینګ نېږدې اړیکي لري، پر دې سربېره د دیامیر باشا په نوم د پاکستان په شمال کې د اوبو د بند او برېښناکوټ جوړولو پروژه له خنډونو سره مخامخ شوې ده.

اژانس وايي، تېر کال په نومبر کې د پروژې د ملکیت پر سر لانجه پیدا شوه. د پاکستان د اوبو او بجلۍ ادارې مشر ویلي ول چې بیجنګ غواړي د بجلۍ د دې پروژې چارې خپله سمبالې کړي خو هغې ادارې دا وړاندیز د پاکستانیو ګټو پر ضد له بللو سره رد کړ.

وروسته چین دا رد کړه چې ګواکې د بند جوړولو پروژه ځنډېدلې یا منسوخه شوې خو د اژانس په وینا، بیجنګ له هغې او لسګونه نورو پروژو څخه وتلی دی.

اسوشي اېټډ پرېس اژانس لیکي چې یوازې پاکستان نه، بلکې له تنزانیې څخه نیولې تر هنګري پورې د چین یو شمېر هغه پروژې چې د ((یوې کړۍ یوې لار)) له نوښت سره تړلې وې یا منسوخې شوې دي، یا ځنډېدلي او یا هم له یو لړ ستونزو او خنډونو سره مخامخ دي.

په ځېنو سیمو کې چین له سیاسي مشکل سره هم مخامخ دی ځکه چې په ځېنو هېوادونو کې دا وېره شته چې بیجنګ له دې پروژو سره غواړي د هېوادونو پر اقتصاد غالب شي.

په هانګ کانګ کې یوه شنونکي رابرټ کوپ اژانس ته ویلي، د پاکستان له خوا چین ته د دیامیر باشا ډیم د چارو له ملکیت ورکولو انکار ښيي چې دا پروژې دواړو هېوادونو ته د ګټو رسولو پر ځای یوازې د چین په ګټه تمامېږي. خو بیجنګ وايي، ټولې پروژې یې پاکستان ته هم لویې ګټې رسوي.

اژانس زیاتوي، په نومبر کې د نیپال چارواکو هم د دوه نیم اربه ډالرو په لګښت د جوړېدونکي یوه بند چارې ودرولې. دا بند او د برېښنا پروژه هم له چینايي شرکتونو سره وه.

په ۲۰۱۶ز کال کې د چین په خرچه په تایلینډ کې د تېز اورګاډي جوړېدو پروژه هم وځنډول شوه ځکه چې د هغه هېواد شرکتونو شکایت وکړ چې د ۱۵ اربه ډالرو په پروژه کې دوی ته کمه ګټه ورکول کېږي او زیاتې پیسې چین ته ځي.

چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ په ۲۰۱۳ز کال کې د ((یوې کړۍ، یوې لار)) د نوښت پروژې پیل کړې چې د اسیا، افریقا او اروپا په ۶۵ هېوادونو کې پلي کېږي.

د امریکا، روسیې او هند په ګډون د یو شمېر هېوادونو مشرانو د دې نوښت او پروژو په اړه خپله ناارامي ښودلې او وايي بیجنګ هڅه کوي له دې لارې په بېلا بېلو هېوادونو کې خپل نفوذ زیات کړي چې د دوی هغه زیانمنوي.

XS
SM
MD
LG