د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د سیند حکومت ته درې ورځې ورکړې چې راو انوار ونیسي


د پاکستان سپریم کورټ د سیند پولیسو ته امر کړی چې د نقیب محسود په وژنه تورن ایس ایس پي راو انوار په درو ورځو کې دننه ونیسي او عدالت ته يې وړاندې کړي.

دا امر د سپریم کورټ چیف جسټس ثاقب نثار د شنبې په ورځ د نقیب محسود د وژنې د مقدمې د اوریدنې پر وخت کړی دی.

نقيب محسود د جنورۍ پر ۱۳ مه د ملیر د پولیسو د مشر راو انوار په مشرۍ کې پولیسو وژلی وو. د سیند حکومت له خوا جوړې شوې پلټنيزې کمېټۍ په خپل رپورټ کې نقیب محسود بیګناه ګرځولی دی.

تر مقدمې پېلېدو له مخه د عدالت مخې ته په لسګونو کسان راغوڼد شوي وو چې له نقيب مسود سره يې د انصاف کېدو شعارونه ورکول.

هلته موجود يو ټولنيز فعال هاشم خان مندوخيل مشال راډیو ته وويل چې د اورېدنې لپاره مشخصه کسانو ته اجازه ورکړې چې پکې د نقيب مسود پلار هم شامل دی.

د عدالت مخې ته په لسګونو کسان راغوڼد شوي چې له نقيب مسود سره د انصاف کېدو غوښتنه کوي.
د عدالت مخې ته په لسګونو کسان راغوڼد شوي چې له نقيب مسود سره د انصاف کېدو غوښتنه کوي.

چيف جسټس ثاقب نثار د جنورۍ پر ۱۹ مه ددې پېښې ازخود نوټس يا په خپل سر د ګروېژنې اقدام کړی وو.

نوموړي د سند د پولیسو مشر ته په يوه اوونۍ کې د رپورت وړاندې کولو امر کړی وو.

نقيب مسود د جنورۍ پر ديارلسمه د کراچۍ ملير د ايس ايس پی راو انور په مشري کې پوليسو وژلی وو.

راو انور وروسته ادعا کړې وه چې نقيب مسود يو (ترهګر) وو او له تحريک طالبان پاکستان سره يې تړاو درلود.

موږ به له چيف جسټس څخه غوښتنه کوو چې د راو انوار په مشری کې د شويو ټولو پوليس مقابلو په اړه دې يو عدالتي کمېشن جوړ کړل شي. رحمت خان مسود

خو تر سختو احتجاجونو وروسته د سند حکومت يوه پلټنيزه کمېټۍ جوړه کړه چې هغې تر پوښتنو ګروېږنو وروسته نقيب مسود بې ګنا و ګرځولی او ايس ايس پي راو انور يې له کاره ګوښه کړ.

د نقيب مسود تر مرګ وروسته پښتون اتحاد جرګه جوړه شوه.

ددې جرګې مشر رحمت خان مسود د جمعې په ماخستن مشال راډیو ته وویل چې د شنبې په سهار به چيف جسټس ثاقب نثار په کراچۍ کې ددې مقدمې لومړۍ اورېدنه کوي.

نوموړي وويل چې دوی به له مشر قاضي غواړي چې په دې مقدمه کې دې د انصاف او شفافيت غوښتنې پوره کړل شي.

دده په وينا، دوی به دا غوښتنه هم کوي چې د راو انوار په مشری کې شويو د ټولو پوليس مقابلو په اړه دې يو عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.

د نقيب مسود پلار د راو انور پرضد مقدمه هم درج کړې ده خو راو انور لاهم روپوش دی.

د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د نقيب مسود د وژنې پرضد مظاهرې شوې دي او داوخت هم د کراچۍ يه سهراب ګوټ کې يو احتجاجي کېمپ لګېدلی دی.

د پاکستان د مختلفو سياسي ګوندونو مشران او وزيران د خواخوږي لپاره دې کېمپ ته ورځي.

د زيارت په ورځ د سند ګورنر زبير عمر او د جمعې په ورځ د خېبر پښتونخوا سپیکر اسد قيصر او له فاټا څخه د پارلېمان غړي کېمپ ته ورغلي ول.

XS
SM
MD
LG