د یکشنبې پر سهار په لاهور کې د سپریم کورټ د مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب د قصور پر ماشومې د تېري او د هغې د وژنې د قضیې اورېدنه وکړه.
پر زینب انصاري د تېري او د هغې د وژنې په تور نیول شوی کس عمران علي د ماشومانو د ویډیوګانو جوړولو له لویې ډلې سره تړلی دی او ۳۷ بهرني بانکي حسابونه لري.پاکستانی ژورنالېست شاهد مسعود
جرګګۍ د پاکستان شنونکي شاهد مسعود ته د یکشنبې تر ماخوستنه وخت ورکړی چې د خپلو دعوو ثبوت ورکړي.
مسعود په وروستیو کې په یوه ټېلېوېژني خپرونه کې دعوه کړې وه چې پر اته کلنې زینب امین انصاري د تېري او د هغې د وژنې په تور نیول شوی کس عمران علي د ماشومانو د ویډیوګانو جوړولو له لویې ډلې سره تړلی دی او ۳۷ بهرني بانکي حسابونه لري.
خو د پاکستان دولتي بانک د خالي پر ورځ دا ادعا ناسمه وبلله.
سپریم کورټ د مسعود د دعوو د پلټنو لپاره د وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف ای اې) د رییس په مشرۍ د نوې ګډې پلټنیزې ډلې جوړولو امر وکړ.
د پاکستان دولتي ټېلېوېژن وايي، جرګګۍ تحقیقاتي ډلې ته امر وکړ چې د قضیې په اړه دې ژر تر ژره خپل رپورټ وړاندې کړي.
که پولیس زما د لور په وژنه کې ککړ نور کسان ونه نیسي نو احتجاج پیلوم.
عدالت د زینب پلار امین انصاري او د کورنۍ نورو غړو ته امر وکړ چې له رسنیو سره دې خبرې نه کوي.
روانه اوونۍ امین انصاري په خبري غونډه کې ګواښ کړی وو چې که پولیس د ده د لور په وژنه کې ککړ نور کسان ونه نیسي نو احتجاج پیلوي.
پولیس وايي، زینب د جنورۍ پر څلورمه له قصور ښاره ورکه شوې وه او پر نهمه نېټه یې مړی وموندل شو. د دوی په خبره، پر هغې تېری شوی او بیا وژل شوې وه.
تېره یکشنبه ګډې پلټنیزې ډلې سپریم کورټ ته ویلي ول چې له ۲۰۱۵ز کال راهیسې په قصور کې اته نجونه د ورته پېښو ښکار شوې دي.